د لاس رسي وړ اتصالات

افشاګر: برېتانیا خپل ډېر افغان همکاران د طالبانو رحم او کرم ته پرېښي 


د برېتانیا حکومت تورن شوی چې خپل ډېر افغان متحدین یې نه دي اېستلي
د برېتانیا حکومت تورن شوی چې خپل ډېر افغان متحدین یې نه دي اېستلي

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یو پخواني کارکوونکي دغه وزارت تورن کړی چې د کابل د سقوط په مهال یې د یوې ناکارې او خپل سرې تخلیې په ترڅ کې خپل ډېر افغان متحدین د طالبانو رحم او کرم ته پرېښي دي.

رافائیل مارشال نن سه شنبه ډسمبر اومه (لیندۍ۱۶) د برېتانیا د پارلمان یوې کمېټې ته حیرانوونکي شواهد وړاندې کړل او ویې ویل چې د اګست د ۲۱ او ۲۵ ترمنځ هغه زرګونه ایمیلونه نه دي لوستل شوي چې په کې د مرستو غوښتنه شوې وه.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزرات د دغه پخواني کارکوونکي د اټکل له مخې، د هغو افغانانو له ډلې یې یوازې پنځه فیصده د برېتانیا د یو پروګرام له لارې اېستل شوي، چې له افغانستان څخه یې د وتلو لپاره مرسته غوښتې وه.

ښاغلي مارشال د بهرنیو چارو وزارت هغې کمیټې ته چې له افغانستان څخه د برېتانیا د بې نظمه وتلو په اړه پلټنه کوي،‌ لیکلي‌ دي: «معمولآ به هر وخت په انباکس کې تر ۵۰۰۰زیات نه لوستل شوي ‌ایمیلونه وو چې ډېر یې د اګست د میاشتې په پیل کې استول شوي وو‌. دا ایمیلونه مایوس کوونکي او عاجل وو. د ایمیلونو ډېرو سرلیکونو ټکان راکړی، لکه لطفآ زما ماشومان وژغورئ.»

نوموړي ویلي دي چې طالبانو یو شمېر هغه کسان وژلي‌ چې پرېښودل شوي‌ وو او اېستل شوي نه وو.

کابل ته د اګست په ۱۵مه نېټه د طالبانو له ننوتلو وروسته امریکا، برېتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو لسګونه زره افغانان واېستل.

د برېتانیا حکومت هغه مهال یوازې ۱۵۰۰۰کسان له افغانستان څخه واېستل او چارواکي ‌وايي چې له هغه وروسته یې هم له ۳۰۰۰ نورو کسانو سره مرسته کړې چې له افغانستان څخه ووځي.

د برېتانیا حکومت د اګست په میاشت کې د ۲۰۰۰۰ نورو افغانانو د مېشتولو یو نوی پروګرام اعلان کړ چې لا تراوسه پیل شوی نه دی.

د بې نظمه تخلیې څخه وروسته د برېتانیا د بهرنیو چارو مخکنی وزیر ډامنېک راب،‌ چې اوس د عدلیې وزیر دی، په دې اړه د خپلو اقداماتو ننګه کړې وه. هغه بي بي سي ته ویلي وو: «داسې ښکاري چې ځينې انتقادونه په سیمه کې د موجوده حقایقو او هغو عملیاتي فشارونه سره اړخ نه لګوي چې د طالبانو له تسلط وروسته رامنځ ته شوي او نړیوالو یې توقع نه کوله. زه فکر کوم ددغه کار ستونزې له پامه غورځول کیږي او دې ته نه کتل کیږي چې دا څومره سخت کار و.»

یو محافظه کاره استازي ټام توګندهات چې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشري کوي وویل: «د مارشال شاهدي د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه په اړه جدي پوښتنې پیدا کوي.»

ټاکل شوې چې دا کمېټه به د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر لوړ پوړيو ملکي چارواکو څخه په دې اړه پوښتنې وکړي.

په همدې حال کې د برېتانیا صدراعظم بوریس جانسن له افغانستان څخه د تخلیې عملیات وستایل او هغه یې «یو فوق العاده کار» وګاڼه.

هغه دا خبره هم وکړه چې په دغه پروګرام کې به «کله ناکله پرېکړو زموږ د توقع خلاف څو ساعته زیات وخت نیوه». هغه دا ادعاوې هم رد کړې چې ګنې د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د تخلیې په مهال، د حیواناتو تخلیې ته یې لومړیتوب ورکړی و.

XS
SM
MD
LG