د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ښځو د فوټبال غړې بریتانیا ته ورسېدې 


د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړې
د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړې

په نیویارک کې د «ربي»، بریتانیا کې د فوټبال د یو کلب او «کیم کارداشیان ویسټ» سازمان په مرسته د افغانستان د ښځو فوټبال د لوبډلې غړې له پاکستان څخه بریتانیا ته ورسېدې.

د دوی لپاره یوه الوتکه کرایه شوې وه. په الوتکې کې د فوټبال د ځوانانو د ملي‌ لوبډلې ۳۰ لوبغاړې او د کورنۍ غړي وو چې ټول یې ۱۳۰ تنه وو.

دوی به په بریتانیا کې د عادي ژوند تر پیل مخکې د کرونا ویروس د محدودیت له کبله ۱۰ ورځې قرنطین وي‌.

د انګلنډ د فوټبال د پریمیر لیګ یو کلب «لیډز یونایټډ» ژمنه کړې چې له دغو ځوانو لوبغاړو سره مرسته کوي.

د ښځو د فوټبال دغې ځوانې لوبغاړې اکثریت د بې وزلو کورنیو غړې دي او په ډېرې ستونزې یې پاکستان ته رسېدلې وې او بریتانیا ته تر رسېدو مخکې یې څو سختې اونۍ په اسلام اباد کې تېرې کړې.

د افغانستان د فوټبال د ښځو یو شمېر نورې لوبغاړې هسپانیا ته رسېدلي دي. طالبان ته د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ورسېدل او ورسره سم یې د ښځو ورزش او تعلیم بند کړ. یو شمېر ښځينه لوبغاړې وايي چې د طالبانو په حکومت کې یې ژوند مصون نه دی او ځینو ته وار د مخه د مرګ ګواښونه هم شوي وو.

XS
SM
MD
LG