د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل: د امریکا او طالبانو تړون په اړه اندیښنې لرو


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي د طالبانو او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د سولې راوستلو په توافق کې څو موارد وضاحت ته ضرورت لري.

ښاغلي نبیل نن شنبه د (فبروري ۲۹) امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې وویل دا باید روښانه چې د امریکا او طالبانو توافق واقعا په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره دی که لنډمهاله تکتیکي معاملي دي.

د ملي امنیت دې پخواني رئیس زیاته کړه، نن بحث وشو چې افغانستان دې د ترهګرو په پټنځای نه بدليږي اما په تیرو څلویښتو کلونو کې د تروریزم ځالې ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې ډول پاکستان کې دي.

ښاغلی نبیل د امریکا او طالبانو توافق مهم وباله خو په احتیاط سره خوشبیني وښوده. هغه وايي تیرو تجربو ته په پام باید په احتیاط شي.

رحمت الله نبیل سره د امریکا غږ د خبریال احمد شکیب دوست مرکه لاندې کتلی شی:

رحمت الله نبیل وايي د امریکا او طالبانو د تړون په اړه تشویشونه شته
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:46 0:00
XS
SM
MD
LG