د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی وژنه تائید کړه


حمزه بن لادن
حمزه بن لادن

سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې د القاعده شبکې د بنسټ ایښونکي اسامه بن لادن زوی د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې وژل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي: "د حمزه بن لادن له منځه تلل نه یواځې د القاعده شبکه د رهبرۍ او د هغه له پلار سره د سمبولیکې رابطې له مهارتونو نه محروموي، بلکه د القاعده شبکې مهم سازماني فعالیتونه هم څرگندوي".

امریکا د اسامه بن لادن زوی "د القاعده لوړپوړی غړی"، د پروگرامونو او د مختلفو تروریستي ډلو د فعالیتونو د تنظیم مسؤل" معرفي کړی دی.

د اسامه بن لادن د زوی د وژل کیدو خبر شاوخوا دوه میاشتې مخکې یو شمیر رسنیو خپور کړی و، خو تر اوسه امریکایي مقاماتو هغه نه و تائید کړی.

د رپوټونو له مخې حمزه بن لادن د مړینې پر وخت ٣٠ کلن و.

د هغه پلار په ١٩٩٦ کې د امریکا پر ضد جگړه اعلان کړه او په ٢٠٠١ کال کې یې پر امریکا باندې د سپتمبر د یولسمې بریدونه طرحه کړل چې شاوخوا ٣٠٠٠ کسان په کې ووژل شول.

بن لادن بالاخره په ٢٠١١ کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکایي پوځیانو په ځانگړو عملیاتو کې ووژل شو.

د هغو لیکونو په اساس چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن په کور کې موندل شوي د هغه زوی حمزه په کوچنیتوب کې ټاکل شوی و چې یوه ورځ د القاعده شبکې د سازمان مشري په غاړه واخلي.

امریکا د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په میاشت کې حمزه د ترهگرۍ په ځانگړي لست کې شامل کړی و.

XS
SM
MD
LG