د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د امریکا او چین ترمنځ ټاکل شوې سرمشریزه ښايي د ایران د جګړې له امله وځنډېږي

 د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له چین څخه یې غوښتي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ پلان شوې سرمشریزه د "یوې میاشتې یا لږ وخت" لپاره وځنډوي، ځکه چې امریکا دا مهال له ایران سره په پوځي عملیاتو بوخته ده.

نوموړي د سپينې ماڼۍ پخپل دفتر کې خبریالانو ته وویل: "د جګړې له امله زه غواړم دلته واوسم. زه باید دلته واوسم، داسې احساس کوم." هغه زیاته کړه چې د غونډې ځنډ یوازې د جګړې له امله دی او کومه بله پټه مسله نده.

ټرمپ وویل چې له چین سره یې اړیکې ښې دي او د دوي سره د لیدنې په تمه دی، خو دا مهال اوسنی وضعیت غوښتنه کوي چې هغه په امریکا کې پاتې شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوېټ ویلي چې ولسمشرټرمپ چین ته د سفر هیله لري، خو د متحدو ایالتونو د پوځي ځواکونو د سر اعلی قومندان په توګه یې اوسنی لومړیتوب د "حماسي غضب د عملیاتو " بریالیتوب دی.

ولسمشر ټرمپ ددې لیدنې کتنې د ځنډیدو خبر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته تایید کړ او ویې ویل چی: "زه فکر کوم دا مهمه ده چي زه دلته اوسم."

بلخوا، د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ، چې په پاریس کې یې له چینایي مرستیال صدراعظم هې لیفینګ سره سوداګریزې خبرې کړې، ویلي چې د غونډې احتمالي ځنډ به د هرمز تنګي له مسئلې سره تړاو ونه لري.

هغه دغه خبرې رغنده بللې او ویلي یې دي چې دا د دواړو هېوادونو د اړیکو ثبات ښيي.

بل پلو ته بیجینګ ویلي چې د دې سفر په اړه له واشنګټن سره په اړیکه کې دی.
ټاکل شوې وه چې دغه سرمشریزه د مارچ له ۳۱مې تر اپرېل دوهمې پورې ترسره شي، خو چین تر اوسه دا نېټې په رسمي ډول نه دي تایید کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG