د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته: له ایران سره په راتلونکو خبرو بحث روان دی

وروسته له هغه چې د متحدو ایالتونو او ایران چارواکو د تېرې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې په لوړه کچه غونډه وکړه او کومې پایلې ته ونه رسیدل، سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته ویلي دي چې د امریکا – ایران په راتلونکو خبرو بحث روان دی.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ (اپریل ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په "راتلونکو خبرو بحث روان دی خو تر اوسه د خبرو مهالویش نه دی ټاکل شوی."

د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس چې په دې خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري کوله د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې له ایران سره په خبرو کې یو لړ پرمختګونه وشول خو ایراني لوري د اټومي فعالیتونو د پریښودلو په اړه په کافي اندازه د متحدو ایالتونو غوښتنې ونه منلې.

د اسلام اباد په خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس کوله. دا خبرې د شنبې په ورځ پیل او تر یکشنبې پورې وغځیدې. دا په ۴۷ کلونو کې لومړی ځل وو چې لوړپوړو امریکایي او ایراني چارواکو غونډه وکړه.

تر دې مخکې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته وویل کیدای شي د متحدو ایالتونو او ایران مذاکراتي ټیمونه روانه اوونۍ د جګړې د ختمیدو په هدف بیرته اسلام اباد ته ستانه شي.

واشنګټن او تهران تیره شنبې د اوربند او سولې په اړه په اسلام اباد کې تقریبا ۲۱ ساعته خبرې وکړې، خو په پای کې خبرې بې نتیجې شوې او ولسمشر ټرمپ د خبرو له ماتې وروسته د هرمز تنګي د محاصرې اعلان وکړ.

یوه جګپوړي ایراني چارواکي چې ویې غوښتل نوم یې په راپور کې وانه خیستل شي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه د مذاکراتو د دویم پړاو دقیق وخت معلوم نه دی او راتلونکې جمعه تر یکشنبې پورې هغه ورځې دي چې د دواړو لوریو استازي ممکن سره وویني.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران یوې هوکړې ته د رسیدو په هدف له واشنګټن سره په تماس کې دی خو نوموړي ټینګار وکړ له هغې هوکړې به ملاتړ ونکړي چې ایران ته د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورکړي.

بلخوا د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه تیره ورځ د متحدو ایالتونو او ایران له ولسمشرانو سره په ټیلیفوني خبرې درلودې او د دواړو هیوادونو له مشرانو یې وغوښتل چې خبرې له سره پیل کړي او د تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه له هر ډول اقدام څخه ډډه وکړي. مکرون بې له قید او شرط څخه د هرمز تنګي د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ همدارنګه اعلان کړی چې ټاکل شوېده مکرون د بریتانیا د صدراعظم کییر ستارمر سره د جمعې په ورځ په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د ازادېدو په اړه بحث وکړي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي دي ټاکل شوېده په دې غونډه کې د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړل کیدو د دوام په صورت کې پر ایران د احتمالي مالي بندیزونو د لګولو په اړه بحث وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG