د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د بریتانیا صدراعظم روغتون کې بستر شو


بوریس جانسن او د هغه د ژوند ملګرې کري سموندس
بوریس جانسن او د هغه د ژوند ملګرې کري سموندس

د بریتانیا صدراعظم بورس جانسن په کروناویروس باندې د اخته کیدو په وجه د یکشنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۷) په روغتون کې بستري شو.

د ښاغلي جانسن دفتر وویل چې هغه د یو لړ معاینو لپاره بستر شوی، ځکه چې په کروناویروس باندې له اخته کیدو لس ورځې وروسته یې لا هم ځینې روغتیایي ستونزې درلودې.

۵۵ کلن بوریس جانسن په کروناویروس باندې د اخته کیدو د مثبتې ازموینې وروسته د د مارچ د میاشتې په ۲۶ په کور کې قرنطین شو. هغه د یو هیواد د حکومت لومړی مشر دی چې په کروناویروس اخته کیږي.

د ښاغلي جانسن دفتر وایي هغه خپلې وظیفې ته دوام ورکوي او بستر کیدل د هغه د ډاکټر په مشورې شوي او کومه بیږنۍ پیښه نده.

که ښاغلی جانسن ونشي کړای چې خپله دنده تر سره کړي د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب، به د هیواد چارې پرمخ بیوزي. هغه به نن دوشنبه د کروناویروس د ورځنۍ غونډې مشري وکړي.

ښاغلي جانسن تر اوسه د ویدیو له لارې طبي مشورې ترلاسه کولې خو اوس په روغتون کې د بستر کیدو په صورت ډاکتران کولای شي هغه له نژدې معاینه او تداوي کړي.

۳۲ کلنې کري سیموندس چې ښاغلي جانسن ورسره کوژده کړې د شنبې په ورځ وویل چې د کرونا ویروس د علایمو د درلودلو په وجه د یوې اونۍ راهیسې په کور کې بستره وه، خو د کروناویروس معاینه یې نده کړې. هغه امیندواره ده او وایي چې په ښه کیدو ده. وروسته له هغې چې ښاغلی جانسن د کروناویروس ازموینه مثبته شوه سیموندس ورڅخه جلا اوسیدله.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ښاغلي جانسن د هڅونې لپاره وویل چې: "ټول امریکایان درته دعا کوي."

د کروناویروس په اکثرو خلکو کې خفیف یا متوسط علایم رامنځ ته کوي خو په هغوی کې چې عمر یې زیات دی نښې نښانې او عرایض شدید وي او کیدای شي چې د سینه بغل او بالاخره د مړینې سبب شي.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په بریتانیا کې ۴۸۴۵۱ کسان په کروناویروس اخته شوي او تر اوسه ۴۹۴۳ تنه پدې وجه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG