د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د اروپايي اتحاد د مشرې سره د اوکراین د ماشومانو مسله مطرح شوې  


د اوکرایني ماشومانو پر داعیې، چې د روسیې او اوکراین په درې نیم کلنې جګړې کې، یرغمل شوي، وژل شوي، ټپیان شوي او روحا شکنجه شوي دي، په دې ورستیو ورځو کې بحثونه زیات شوي دي.

دغه مسلې ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین ترمنځ د الاسکا په ایالت کې د غونډې پرمهال هغه وخت اشاره وشوه چې د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي ولسمشر ټرمپ په دې هکله د امریکا د لومړۍ میرمنې یو لیک شخصا ولسمشر پوتین ته وسپاری.

میرمین میلانیا ټرمپ دغه لیک د شنبې په ورځ د انسټاګرام پر ټولنیزې شبکې خپور کړ او د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د اکس رسمي پاڼې یې هم یوه کاپي خپره کړه.

په لیک کې میرمن ټرمپ د اوکراین د ماشومانو په هکله چې په روانه جګړې کې سخت متاثره شوي دي، په سختو الفاظو د ولسمشر پوتین څخه د پاملرنې تقاضا کړې ده او د پوتین څخه یې غوښتي دي چې د ماشومانو « معصومیت» وژغوري او دا چې «د قلم د یوې لیکې په کش کولو سره» دا اقدام کولای شي.

اوکراین ادعا کوي چې د لسګونو زرو اورکرایني ماشومانو تښتونه چې روسیې او یا اشغال شویو سیمو ته د میندو او پلرونو د موافقې نه پرته، انتقال شوي دي، د ملګرو ملتونو د نسل وژنې د تړون د تعریف سره سم نسل وژنه بلل کېدای شي خو ماسکو بیا وايي چې دوي د جګړې په سیمه کې د آسیب پذیره ماشومانو ژغورنه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ هم دغې مسلې ته د دوشنبې په ورځ کله چې یې د اوکراین د ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي سره لیدل، اشاره وکړه او ولسمشر زیلینسکي د ټرمپ او لومړۍ میرمنې څخه په دې هکله مننه وکړه.

ولسمشر ټرمپ وروسته د ټروډ سوشل پر ټولنیزې رسنۍ باندې هم د یوه پوسټ په ترڅ کې دې مسلې ته اشاره وکړه.

په عین حال کې د اروپايي اتحاد مشرې اورسلا وون دیر لین هم د دوشنبې په ورځ پر دې مسلې هغه مهال ړنا واچوله چې هغې او د اروپايي اتحاد د ځینو غړو هیوادونو مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او زیلیسنکي ترمنځ په غونډه کې برخه واخیسته.

هغې او ښاغلي ټرمپ دواړو دې مسلې ته اشاره وکړه او د خپلو اړوندو کورنیوو سره یې د یرغمل شویو ماشومانو د یوځای کیدو غوښتنه وکړه.

میرمن لین د اکس پر ټولنیزې شبکې باندې د یوه پوسټ په ترڅ کې د ولسمشر ټرمپ د تعهد څخه مننه وکړه او د پوتین څخه یې وغوښتل چې یرغمل شوي ماشومان بیرته اوکراین ته ستانه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو سازمان وايي چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړ، روسیې خپل تر کنټرول لاندې سیمو کې د ۲۰ زرو شاوخوا ماشومان په زوره انتقال کړي او دغه راز د روانې جګړې له کبله په میلیونو نور ماشومان ځوریدلي دي او حقوق یې تر پښو لاندې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG