د لاس رسي وړ اتصالات

په راتلونکو کمپاینونو کې باید ټولې کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي – روغتیا پالان


د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد کمپاین

پلازمینه کابل کې یو شمېر روغتیا پالان وایي چې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو روغتیا په پاملرنه وکړي، او په راتلونکو کمپاینونو کې هغوی واکسین کړي.

د روغتیا پالانو په وینا، پدې وروستیو کې د هېواد په ځینو برخو کې د پولیو ویروس په خپریدو دی، له همدې کبله خورا زیاته اړینه ده چې خلک خپلو مسؤولیتونو ته ځير شي او خپل ماشومان د یادې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د کابل د صحت طفل روغتون یو تن متخصص، ډاکټر عصمت الله عاصم، امریکا غږ ته وویل: ”په ننګرهار کې د پولیو ناروغي پرله پسې مثبتو پېښو وښوده چې په چاپیریال کې د پولیو ویروس شتون لري، نو په کار ده چې ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.“

نوموړي له کورنیو وغوښتل چې په راتلونکو کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د تل لپاره د پولیو ناروغي له ګواښ او تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

بل پلو، د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم وایي چې د پولیو ضد واکسین ته د ځینو کورنیو نه پاملرنه د دې لامل کیږي چې په سیمه کې د پولیو ویروس خپور شي، او د تنکیو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي، مرتضی، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: ”لا هم ځینې کورنۍ شته چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته لازمه پاملرنه نکوي او هغوی په ټاکلي وخت نه واکسینوي، نو خامخا هم ېې ماشومان په ګوزڼ اخته کیږي او هم د یادې ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي.“

که څه هم د کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د پولیو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او هغوی اوس خپل ماشومان واکسینوي، خو لا هم په لیرې پرتو سیمو کې ځیني کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته زړه نه ښه کوي، او همدا لامل دی چې یاده ناروغي په بشپړه توګه نده محوه شوي.

روغتیا پالان سپارښته کوي چې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو حفظ الصحې او واکسینولو ته ځیر شي، او په هیڅ صورت اجازه ورنکړي چې ماشومان ېې له واکسین څخه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG