د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو د حفظ الصحې نه رعایتول د پولیو ویروس د خپریدو سبب کیږي – روغتیا پالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د خوست ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د ماشومانو د حفظ الصحې نه رعایتول په هر موسم کې د پولیو ویروس د خپریدول سبب کیږي.

دوی ټینګار کوي چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو او د چاپېریال حفظ الصحه رعایت کړي، او پدې توګه د پولیو ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وکړي.

په خوست ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر ګلاب جان صدیقي، امریکا غږ ته وویل: ”کله چې په یوه سیمه کې د پولیو ویروس شتون ولري، په هر موسم کې چې وي، سرایت ېې د ماشومانو د شخصي او محیطي حفظ الصحې او د پولیو ضد واکسین له تطبیق سره تړاو لري.“

د نوموړي په وینا، کله چې یو ماشوم په پولیو ناروغۍ اخته شي د غایطه موادو له لارې چاپیریال ته د پولیو ویروس دفع کوي، چې یاد ویروس په خپل وار سره د مستقیم او یا غیرمستقیم تماس له لارې نورو ماشومانو ته سرایت کوي او پدې توګه هغوی په ګوزڼ اخته کوي.

بل لوري ته، د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم د شخصي او محیطي حفظ الصحې رعایتول اړین بولي، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې د پولیو کمپاینونه په اغیزناک ډول تطبیق کړي، تر څو د یادې ناروغۍ ټغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.

د خوست یو تن اوسیدونکي، انعام الله، امریکاغږ ته وویل: ”د نظافت مراعتول هم له دیني او هم له طبي پلوه یو غوره کار دی، او هر څوک باید د شخصي او محیطي حفظ الصحې رعایتولو ته ژمن وي، خو تر څنګ ېې د منظمو کمپاینونو تطبیق او ټولو سیمو ته د پولیو ضد واکسین رسول هم اړین دي.“

د یادونې وړ ده چې په روان میلادي کال کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ټولې یې د ننګرهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ترسترګو شوي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د دغو پېښو په اړه اندیښنه ښودلې، او د نورو پېښو د مخنیوي لپاره یې د هڅو پر چټکتیا ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG