د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان د ټوخې د دوو هندي شربتونو د استعمال په اړه خبرداری ورکړ 


د روغتیا نړیوال سازمان نن پنجشنبه جنوري ۱۲ (مرغومې۲۲) په هند کې د ټوخې ضد دوو تولیدېدونکو شربتونو د استعمال په اړه خبرداری ورکړ، وايي دغو شربتونو په اوزبیکستان او ګامبیا کې ماشومان مړه کړي.

د اوزبیکستان حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې د ثمر قند په ښار کې لږ تر لږه ۱۹ ماشومان د هند Dok-1 Max شربت د استعمال له کبله مړه شوي‌ دي. د هند ماریون بیوتک شرکت دا شربتونه تولید کړي.

له دغې پېښې وروسته دغه هندی شرکت د دغو شربتونو تولید ځنډولی او د اوزبیکستان حکومت یې په پیر،‌ پلور او استعمال بندیز لګولی دی.

تر دې مخکې د ګامبیا پولیسو ویلي وو چې د ۶۹ ماشومانو مړینه د هندي شربت له استعمال سره تړاو لري. دا ماشومان د بډوډیو له جدي ستونزو سره مخامخ شوي وو. دا د ټوخي او سینه او بغل شربتونه دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي‌چې د دغه هندي‌ شرکت دا تولید غیر معیاري‌ دی او شرکت هم د خپل دغه تولید د کیفیت او مصونیت په اړه کوم ضمانت نه دی ورکړی.

دا سازمان وايي چې د اوزبیکستان په لابراتوارونو کې د دغه شربت د نمونو تحیلیل او تجزیې وښوده چې په شربتونو کې د «دای‌ایتیلین ګلایکول او ایتیلین ګلایکول» ډېر مواد کارول شوي‌ دي.

«دای‌ایتیلین ګلایکول او ایتیلین ګلایکول» یو بې رنګ او بې بوی مواد دي چې په غوړو ماشین الاتو کې ډېر او د سینګار په موادو کې کم کارول کېږي. د دغو موادو خوړل د خیټې د درد، اسهال، کانګې، د میتیازو د بندېدو، سردردۍ او نورو جدي ستونزو لامل کېږي چې نهایتآ انسان د کوما حالت ته بیايي او د مرګ لامل یې کېدای شي.

روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی ممکن د دغو هندي شرکتونو محصولات نورو هېوادونو ته هم صادر شوي وي او ویلي‌ دي چې دا محصولات خوندي‌ نه دي او کارول یې په ماشومانو کې جدي ستونزې پيدا کوي.

XS
SM
MD
LG