د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان مشر کابل ته راغلی


د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کابل نړیوال هوايي ډګر کې
د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کابل نړیوال هوايي ډګر کې

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

ښاغلي ادها نوم نن دوشنبه سپټمبر ۲۰ (وږې ۲۹) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "زه د روغتیا نړیوال سازمان له ډایرکټر احمد المنداري سره په افغانستان کې یم. د افغانانو د روغتیا ساتنه د روغتیا نړیوال سازمان لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب دی."

ښاغلي ادهانوم ویلي چې نوموړی به افغانستان ته د سفر په مهال په دغه هیواد کې د روغتیا نړیوال سازمان له روغتونونو څخه لیدنه وکړي او هم به د طالبانو له رهبرۍ، کار کوونکو او ډاکترانو سره وګوري.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.

کابل ته د نوموړي سفر په داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د نورو اړتیا تر څنګ په روغتیايي برخو کې هم خلک مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ موضوع یوه له جدي ستونزه څخه ده.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان له انساني کړکیچ سره مخ دی او اوسمهال ۱۸ میلیون کسان چې د هغه هیواد نیمایي وګړي کیږي، د خپلې بقا د دوام لپاره بشري مرستو ته ضرورت لري.

یاد سازمان ویلي دي چې د افغانستان ۳۳ سلنه وګړي نه پوهیږي چې خپل بل وخت خواړه له کوم ځایه برابر کړي او له پنځو کلونو ښکته څه باندې پنځوس سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کموالي تر څنګ، وچکالۍ هم د یاد هیواد بشري ناورین زیات کړی دی، هغه وچکالي چې د ملګرو ملتونو په وینا، په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان د ډیرو خلکو د لوږي لامل شي.‌

XS
SM
MD
LG