د لاس رسي وړ اتصالات

شریف: هر چېرې چې ځم یا چاته زنګ وهم، فکر کوي پېسې ترې غواړم


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي هېواد یې‌ په پورونو کې ډوب شوی او داسې یو حالت پرې راغلی دی چې ټول ترې په تېښته دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږې ۲۴) په اسلام اباد کې وویل: «نن سبا چې کوم دوست هېواد ته ځو وايي چې مرستې غوښتلو ته راغلي دي. که چا ته تیلیفون کوو داسې فکر کوي چې مرسته ترې غواړو.»

ښاغلي‌شریف وویل چې هېواد یې مخکې هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان و خو وروستیو سیلابونو یې وضعیت نور هم خراب کړی دی. نوموړي دا سیلابونه بیساري وبلل او وویل چې د ستونزو د حل وخت «همدا اوس» دی.

هغه همدغه راز د پاکستان په تېرو حکومتونو باندې هم انتقاد وکړ چې په خبره یې د اینده لپاره یې کومه طرحه نلرله او اوس چې ژمی روان دی، هېواد یې د سونګ توکو له کموالي سره مخامخ دی.

ښاغلي شریف د پاکستاني‌ وکیلانو یوې غونډې ته وویل هغو هېوادونو چې له پاکستان سره رقابت درلود پرمختګ کړی خو پاکستان د پورونو دترلاسه کولو هڅې کوي.

راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه له نړیوال وجهي صندوق څخه د بېړني پور ترلاسه کولو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو څخه مرسته غوښتې ده.

د پاکستان د حکومت ځینو سرچېنو، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي،‌امریکا غږ ته ویلي‌ چې ښاغلي‌باجوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ونډي شرمن سره خبرې کړې او په دې اړه یې له هغه څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.

په داسې حال کې چې پاکستان د پورونو د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي، د کلدارو ارزښت هم د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې رالویدلی او یو ډالر په شاوخوا ۲۳۲ کلدارو تبادله کېږي.

XS
SM
MD
LG