د لاس رسي وړ اتصالات

په نوي کال کې د ایبولا د واکسین د رامنځ ته کیدو امکان


ډاکټر فلیسټي هارټلینډ
ډاکټر فلیسټي هارټلینډ

د روغتیا نړیوال سازمان، ډبلیو، ایچ، او په خپل یو رپوټ کې واېي، چې د راتلونکې کال په پیل کې به د لویدیځې افریقا هغه سیمې چې د ایبولا ناروغۍ سختې ځپلي دي، د ایبولا ضد دوه واکسینونه چې امکان لري د دې ناروغۍ مخه به ونیسي د استعمال لپاره به چمتو شي.

ډاکټر فلیسټي هارټلینډ چې د بریتاني د اکسفورډ په پوهنتون کې د کلینکل ریسرچ څیړونکې ده ،د ایبولا تجرباتې واکسین په جوړولو کار کوي.
ډاکټر فلیسټي هارټلینډ چې د بریتاني د اکسفورډ په پوهنتون کې د کلینکل ریسرچ څیړونکې ده ،د ایبولا تجرباتې واکسین په جوړولو کار کوي.

د امریکا د ناروغو د کنټرول مرکز د دې اونۍ د شمیرو په اټکل کې راغلي، چې د ایبولا ناروغي کیداشي د کنټرول څخه ووځي او په سلگونو زره خلک مړه کړي او کیداشي د جنوري تر پایه ١.۴ ملیونه کسان په دې ویروس اخته شي.

د ایبولا ساري ناروغۍ د افریقا د لويی وچې په برخو کې خپره شوی ده. د روغتیا نړیوال سازمان د ایبولا ساري ناروغي بشریت ته د نن ورځې تر ټولو سخت بیړني حالت گڼي.

خو ددی ناروغۍ د مخنیوي او یا د علاج دپاره تر اوسه دوا او واکسینونه نشته.

که په دغه ناروغۍ یو څوک اخته شي نو په سلو کې٥٠ فيصده یې د مړینې امکان شته.

دغه بیړنې حالت ته په کتو سره، د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوهان په دی قانع شوي دی، پدی برخه کې کار وکړي او هغه ممکن واکسینونه تجربه کړي چې استعمال یې خوندي وي او په دې اړه باید ارزونه وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان مدیره ریسه ماری پالې کینې واېې، د هغو آزمیونو نتایج به ددی کال تر پاېې مالوم شي، او که هر څه سم وو نو دغه دواړه واکسینونه کیداسي په گینې، سرایلیون اولابیریا کې د جنوری په پیل کې وکارول شي.

ډاکټر کینې، د امریکا غږ ته وویل، د روغتیا کارکونکې، او هغه کسان چې دا مهال ددې ساري ناروغۍ په برخه کې په لومړیو لیکو کې کار کوي، هغوی به ددې واکسین د تطبیق لومړني کاندیدان وي.

هغي زیاته کړه، دا واکسین کیداشي چې په هغه کسانو هم استعمال شي چې د ایبولا په ناروغۍ اخته شوي وي. او د دې واکسین تطبیق به د هغه پر کمیت پورې هم مربوط وي.

XS
SM
MD
LG