د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا وبا نوې بڼه؛ امریکا له جنوبي افریقا او ۷ نورو هیوادونو څخه په سفر کولو محدودیتونه ولګول


 د جوهانسبرګ په نړیوال هوايي ډګر کې فرانسې ته تلونکي مسافر
د جوهانسبرګ په نړیوال هوايي ډګر کې فرانسې ته تلونکي مسافر

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د راتلونکې دوشنبې له ورځې، امریکا ته له جنوبي افریقا او اوه نورو هیوادونو څخه په سفر کولو محدودیتونه وضع کړل.

ولسمشر بایډن په طبي چارو کې له خپل مشاور ډاکټر انتوني فوچي سره تر سلامشورو وروسته د جمعې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵) دغه اعلان وکړ. په ۷ نورو هیوادونو کې بوتسوانا، زمبابوې، نامیبیا، لیسوتو، ایسواتیني، موزمبیق او ملاوي شامل دي.

ولسمشر بایډن وروسته له هغه دغه اقدام کوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس نوی ډول B.1.1.529 د دغه ویروس د اندېښنې ډول وباله.

بایډن په خپل اعلان کې وویل امریکایانو ته دوه مهم پیغامونه لري: " ټول هغه کسان چې د تقویتي واکسین په شرایطو برابر دي، دغه واکسین دې وکړي. او هغه کسان چې تراوسه په بشپړه توګه نه دي واکسین شوي، ژرباید واکسین وکړي."

ښاغلي بایډن له شتمنو هیوادونو وغوښتل چې له بېوزلو هیوادونو سره د واکسین مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه:" د امریکا متحده ایالاتو په یواځې سر د بل هر هیواد په پرتله له نورو هیوادونو سره د واکسین زیاته مرسته کړېده. اوس د نورو هیوادونو وار دی چې د امریکا له چټکټیا او سخاوت سره سیالي وکړي."

د کرونا ویروس دغه نوې بڼه چې اومیکورن نومول شوېده،د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د دغه ویروس پنځمه خطرناکه بڼه بلل شوېده. د کرونا ویروس دغه بڼه په دې وروستیو کې اونیو کې په جنوبي افریقاکې کشف شوه او په بیسارې چټکتیا سره خپریږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ نومبر۲۶ ( لیندۍ ۵) په یوې بیانیې کې ویلي چې د ویروس د دغې بڼې د زیاتې خپرېدا په هکله اندېښنه شته خو د هیوادونو له خوا په سفرونو باندې د محدودیتونو د وضع کولو په هکله یې په داسې حال کې د احتیاط سپارښتنه کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو او ګڼ شمیر اروپايي هیوادونو، له جنوبي افریقا څخه په سفر کولو باندې دغه دول محدودیتونه لګولي دي.

د جنوبي افریقا حکومت په سفر کولو باندې لګول شوي محدودیتونه " له عجلې ډک" اقدامات بللي او په سوداګرۍ باندې یې د ناوړه اغېزو په هکله اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون د شمیرو له مخې د نومبر تر۲۶ مې پورې په نړۍ کې څه دپاسه ۲۶۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شويدي او ددې ناروغۍ له امله ۵.۲ میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

XS
SM
MD
LG