د لاس رسي وړ اتصالات

ګریتا تنبرګ څوک ده؟

ګریتا تنبرګ د اقلیم د بدلون لپاره د پوهاوي یوه پيژندل شوې څیره ده چې کمپاین یې نړیواله بڼه غوره کړې ده.

ګریتا چې اوس ۱۶ کلنه ده، یو کال وړاندې د اقلیم بدلون ته د سویډن د حکومت د پام اړولو لپاره لاس په کار شوه. هغه به هره ورځ د سویډن پارلمان د ودانې په مخکې کښیناستله او په لاس کې به یې ځینې پاڼې نیولې وې. ګریتا په دغو پاڼو کې داسې لیکلي وو "د اقلیم په ملاتړ د ښوونځي لاریون".

د ورځو په تیریدو سره د نورو ښوونځیو زده کوو هم ددې هیواد په نورو برخو کې ورته لاریونونه پیل کړل او وروسته دوي ټولو د (اقلیم په ملاتړ د ښوونځي لاریون) تحریک جوړ کړ.

د دغه تحریک غړو زده کوونکو وروسته په ګڼو ښارونو کې په یو وخت لاریونونه وکړل چې د نړیوالو رسنیو پام يې ځان ته واړولو.

ګریتا تنبرګ له نورو زده کوونکو سره د لاریون پر مهال
ګریتا تنبرګ له نورو زده کوونکو سره د لاریون پر مهال

د ټایمز مجلې د راپور په اساس په هغه ورځ چې ګریتا په ۲۰۱۸ کال کې د اقلیم د بدلون لپاره د ملګرو متلونو په کنفرانس کې برخه اخیستې وه، د هغې د تحریک په ملاتړ ټوله نړۍ کې نږدې یو میلیون ماشومانو د اقلیم بدلون لپاره لاریون کړی و.

ګریتا همداراز په لندن کې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې د انګلستان پارلمان مخې ته په یو لاریون کې برخه واخیستله.

هغې د تیډ ټاکس ستاکهولم TEDxStockholm کې هم د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۴ نیټه خبرې وکړې او د اقلیم د بدلون په اړه یې خپل پیغام شریک کړ. ګریتا په دغه غونډه کې وویل چې ”د اقلیم د بدلون لپاره ټول قوانین ستونزې لري او باید په کې تغیرات راوړل شي”.

ګریتا وایي چې د خپلې مبارزې لپاره یې له هغو امریکایي ځوانانو څخه ډیر څه زده کړي چې د فلوریډا په ایات کې یې د وسلو د پلور په ضد لاریونونه کړي وو.

ګریتا د روان کال د مۍ میاشت کې خپلې ټولې لیکنې او ویناوی په یو کتاب کې چاپ کړې. د هغې د کتاب نوم (هیڅ څوک د تغیر راوستلو لپاره وړوکي نه دي) دی چې ګریتا یې له پلور څخه ټولې لاسته راغلې پيسې په خیریه مرستو کې مصرف کړي او مصرفوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG