د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: د ۲۵زره افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو د مخنیوي هڅې جریان لري او په خبره یې تر دا مهاله یې د زرګونو روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدورس ادهانوم ګیبریسوس د پنجشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ شپږمه (مرغومې ۱۶) خبریالانو ته ویلي چې دغه سازمان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) سره په همکارۍ توانیدلی چې په افغانستان کې د ۲۵زره روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي.

ښاغلي تدروس زیاته کړې چې دوی همدارنګه په وروستیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۲۳۰۰ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته په زیاته اندازه درمل او طبي تجهیزات رسولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال په افغانستان کې د روغتیايي نظام له پاشل کېدو مخه نیول شوې او دغه هیواد ته په کافي اندازه درمل، او طبي لوازم رسېدلي دي.

هغه همدارنګه افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو پر لېږلو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان به له دغه هیواد سره روغتیايي مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کېده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان وکړ چې ټاکل شوې په دغه هیواد کې ۱۰زره روغتیايي کار کوونکو ته میاشتني معاشونه ورکړي.

دغه کمېټې د تیري ډسمبر میاشتې پر ۲۱ مه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و چې د دغه پرېکړې په اساس په ټول افغانستان کې د ۲۳ روغتونونو د روغتیايي کار کوونکو میاشتني حقوق ورکوي.

سره صلیب همدارنګه ویلي و چې دغه سازمان ژمن دی چې د شپږو میاشتو لپاره د روغتیايي کار کوونکو میاشتني معاشونه، او د افغانستان په روغتونونو کې د طبي وسایلو ورځنی لګښت ورکړی.

د یو بل خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د سلګونو ماشومانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرستو د دوام خبر ورکړی دی.د دغه سازمان د معلوماتو په اساس تیره ورځ په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې په هدف ۳۶ ټنه روغتیایي مواد کابل ته رسېدلي دي.

دغه سازمان له افغانستان سره د یادو مرستو دوام د مور او ماشوم مړنې مخنیوی بللی دی.

دا په داسې حال کېده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځوکۍ زیاتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې ممکن راتلوونکی کال په دغه هیواد کې خوارځواکۍ د څه باندې یو میلیون ماشومانو ژوند واخلي.

XS
SM
MD
LG