د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا سازمان: مرستو ته د اړو افغانانو شمېر زیات او ۲۷ میلیون ته رسېدلی


.
.

د روغتیا نړیوال سازمان [ډبلیو اچ او] په افغانستان کې د صحي خدمتونو د نشتوالي‌ تر څنګ دا خبره هم کوي چې مرستو ته د اړو افغانانو شمېر د تېرکال په پرتله ۱۶ سلنه نور هم زیات شوی دی.

ډبلیو اچ او د افغانستان د روغتیايي وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې سږکال به په دغه هیواد کې د هغو افغانانو شمیر، چې روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري ۱۷.۶ میلیونو ته ورسیږي.

دغه سازمان همدغه راز وايي چې د تیر ۲۰۲۲ کال پرتله په روان کال کې مرستو ته د اړو افغانانو شمیر کې هم ۱۶ فیصده زیاتوالی راغلی، چې ورسره مرستو ته د اړو افغانانو شمیر هم سږکال ۲۸.۳ میلیونو ته رسیدلی دی. وايي تیر ۲۰۲۲ کال کې روغتیايي مرستو ته د اړو افغانانو شمیر ۲۴.۳ میلیون و.

دا راپور، چې د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ اتم (سلواغې ۱۹) خپور شوی په کې ویل شوي، چې پنځه میلیون افغانان به په ښارونو او ۱۲.۶ میلیون نور به په کلیوالو سیمو کې روغتیایي خدمتونه ته اړتیا ولري. د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي چې د دې شمیر۵۳ فیصده یې ماشومان دي.

راپور وايي: "په کلیوالو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې عمده موانع وجود لري. په ورته وخت کې ښارونو کې د خلکو په میشته کیدو او مهاجرتونو کې زیاتولي له امله موجود روغتیايي خدمتونو باندې فشار لا زیات شوی دی".

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، چې د خپلو شریکانو په ملتیا به په یو سخت بشري وضعیت کې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او افغانانو ته به روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

د ملګروملتونو دغې ادارې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې روغتیايي مرستو ته د اړو افغانانو شمیر ۱۵.۶ میلیونه اټکل کړی و.

په دې راپور کې ویل شوي: " د روغتیا نړیواله اداره به همدارنګه د غیرساري ناروغیو په برخه کې خپل پروګرامونه پراخه کړي او په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به زیات شمیر هغه کسان، چې د روانې او روحي ناروغیو او د نشه يي توکو د اعتیاد څخه کړیږي ورته روغتیايي خدمتونه برابر کړي".

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمیرنو له مخې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر او مارچ د میاشتو ترمنځ به ۱۹.۹ میلیونه افغانان د خوړو د نه مصونیت او په دغه شمیرکې شامل څلور میلیونه ماشومان په دغه موده کې د خوارځوکۍ سره مخ شي.

'ډبلیو ایج او ' د راپور له مخې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت جنورۍ کې درې زره او ۱۲۵ تنه په سختې خوارځواکي اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي و، چې د تیرکال د همدې میاشتې پرتله پر دغې ناروغۍ اخته ماشومانو کې ۳۸.۸ فیصده زیاتوالی ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان د خوارځواکۍ د ناروغۍ په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په روان کال کې به ۸۷۵ زره ماشومان په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ له ناروغۍ وکړیږي. 'ډبلیو ایچ او' د تیرې سه شنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي و، چې ددغه شمیر څخه ۱۲۵ زره ماشومان به د خوارځواکۍ د ناروغۍ ترڅنګ نورې جانبي ناروغۍ هم ولري.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې اوس مهال ۲.۳ میلیونه ماشومان د سختې او منځنۍ کچې د خوارځواکۍ او ۸۴۰ زره امیدوارې میرمنې د خوارځواکۍ د ناروغۍ څخه کړیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د افغانستان د خلکو مخ په زیاتیدونکو اړتیاو ته په اشارې ویلي، چې د خپلو اتلسو کاري شریکانو سره د کرونا د ناروغۍ د درملنې او څاري ناروغیو د اوو روغتونونو په ګډون په ۱۵ روغتونونو کې ماشومانو او ښځو ته روغتیايي خدمتونه یې وړاندې کړي دي.

په ورته وخت کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ( ایم ایس ایف) په یو وروستي راپور کې ویلي، چې ناسم روغتیايي سیستم، لوږې او نادارۍ افغانستان کې ښځې او نور افغانان د روغتیايي خدمتونو څخه محروم کړي دي.

XS
SM
MD
LG