د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې څه باندې ۱۸ میلیون کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري


د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان اوس هم په روغتیايي برخه کې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په خبره یې په دغه هیواد کې څه باندې ۱۸ میلیون کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د جمعې په ورځ ناوخته اکتوبر اوومه (تلې ۱۵) په یو راپور کې ویلي چې د تیر یو کال په اوږدو کې، په دغه هیواد کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په بېساري ډول زیات شوی او د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پوري، په خوارځواکۍ اخته ۳۴زره ماشومانو درملنه یې کړې ده.

په راپور کې راغلي چې دغه سازمان په ټول افغانستان کې د خوراځواکۍ درملنې په ۱۲۷ مرکزونو کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړی دی.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي: "د پرله پسې طبیعي پېښو رامنځته کېدل،د خوړو نه خوندیتوب ا د ساري ناروغیو دوامداره خپرېدل چې د تیرو څلورو لسیزو جګړو سره تړاو لري، د افغانستان د خلکو لپاره دوامداره ګواښونه دي."

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس، هغوی د روغتیايي مرکزونو په زیاتوالي او لومړنۍ درملنې ته په لومړیتوب ورکولو سره، په لیري پرتو سیمو کې د خپلو روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو ملاتړ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د سپټمبر میاشتې تر پای پورې د خپلو همکارانو په مرسته په ۲۹ ولایتونو کې ۱۷۷ روغتیايي مرکزونه رامنځته کړي دي چې په خبره یې ۲۵۶زره کسانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه سازمان د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې اوس مهال د افغانستان د ۴۰ میلیون نفوس څخه، شاوخوا ۱۸.۹ میلیون کسان د خوړ نه خوندیتوب له لوړ ګواښ سره مخ دي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په افغانستان اوس مهال څه باندې ۱۹ میلیون کسان د خوړو ه خوندیتوب سره مخامخ دي. په افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو جګړې، وچکالي، بېکاري، طبیعي پېښې په دغه هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG