د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولي ډاکټران: افغانستان کې صحي خدمات کم او ناروغان زیات دي


بې پولو ډاکټرانو د چهار شنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب څلورمه) ویلي دي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی خو په دې جګړه ځپلي هیواد کې د صحي خدماتو د وړاندې کیدو مشکلات مخ په زیاتیدو دي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې خلک د ۲۰۲۱ کال سپټمبر میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره کولی شي له امنیتي تهدیداتو پرته تګ راتګ وکړي او همدا ددې لامل شوی چې د سپټمبر میاشتې راهیسې د بې پولو داکټرانو په صحي مراکزو کې د ناروغانو شمیر زیات شي.

بې پولو ډاکټرانو ویلي سره له دې چې دا ستونزمنه ده د ټول افغانستان وضعیت وڅیړل شي خو په هغو پنځو ولایتونو هرات، هلمند، کندهار، خوست او کندز کې چې هغوی کار کوي، د صحي خدماتو د وړاندې کیدو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

یاد سازمان وایي چې په هرات او هلمند ولایتونو کې د خوارځواکۍ او شرې د مواردو زیاتیدل د اندیښنې وړ دي او د هغوی مراکز له خپلو ظرفیتونو زیات کار کوي او ناروغان تر چپرکټونو ډیر دي.

په هرات ولایت کې د ناروغانو شمیر د ډسبمر میاشتې راهیسې لوړ شوی دی او د خوارځواکۍ ډیری علتونه په ځای پاتې دي.

د بې پولو ډاکټرانو سازمان وایي اکثریت خلک د اقتصادي کړکیچ ، وچکالۍ او بیځایه کیدو له امله کافي خواړه نشي برابرولی.

د شري ګړندی زیاتوالی

بې پولي ډاکټران وایي که څه هم هغوی په هلمند او هرات کې په خپلو مراکزو کې د شرې د لوړ رقم ناروغانو درملنه کوي خو د هغوی ټیمونه په دې اندیښنه لري که ماشومانو ته د شرې واکسین ورنکړل شي، وضعیت به څنګه ډول پر مخ ولاړ شي.

د یاد بنست په اعلامیه کې ویل شوي:"په هرات کې موږ د جنوري تر پای پورې د مواردو د ګړندي زیاتیدو شاهدان وو، او د ناروغۍ کچه مخ په لوړیدو ده. موږ اوس مهال د هرات په حوزوي روغتون کې هره ورځ د شرې د کابو ۴۵ نویو پیښو شاهدان یو."

MSF یا بې پولي ډاکټران وایي په جنوري میاشت کې یې په هلمند کې د بست له روغتون سره مرسته وکړه چې د شرې د څه باندې ۶۰۰ ناروغانو درملنه وکړي.

د افغانستان صحي سیستم اوس هم د ړنګیدو خطر سره مخ دی

بې پولو ډاکټرانو ویلي د ملګرو ملتونو په ګدون د نړیوالې ټولنې له تعهد سره سره د افغانستان صحي سکټور نه یوازې د کارمندانو او تجهیزاتو له کموالي سره مخ دی بلکې دا برخه د مالي ملاتړ له کموالي هم ځوریږي.

د MSF په اعلامیه کې راغلي چې د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو وروسته یاد هیواد د نړیوالې ټولنې ډیرې کمې مرستې ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان ویلي د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د نړیوالې ټولنې تعهد د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې دی، هغه وضعیت چې په افغانستان کې یې صحي سکټور له نامالوم حالت سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې اکثریت صحي مراکز د کارمندانو او صحي تجهیزاتو د کموالي له امله لږ فعالیت لري او په میلیونونه افغانان په اقتصادي لحاظ نشي کولي خصوصي صحي مراکزو ته مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG