د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس ډلې سیاسي مرستیال صالح العاروري څوک و؟


د حماس پخوانی سیاسي مرستیال - صالح العاروري
د حماس پخوانی سیاسي مرستیال - صالح العاروري

د حماس جګپوړی مقام، صالح العاروري چې د سه شنبې په ورځ‌، جنوري دویمه، پر لبنان د اسرائیل په برید کې ووژل شو، د دغې فلسطیني ډلې د پوځي ظرفیت په لوړولو او له سیمه ییزو متحدینو سره یې د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول لوبولی دی.

۵۷ کلن العاروري د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام له بنسټګرو څخه و.

د حماس یوې سرچینې د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې العاروري په دې وروستیو کې د حماس غورځنګ، ایران او حزب الله تر منځ "د اتصال" رول پرغاړه درلوده او ایران ته یې په پرله ‌پسې ډول سفرونه کول.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې العاروري د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د حماس ډلې مشر ګڼل کېده او په وروستیو کلونو کې د هغه پوهاوی او تخصص، د دغه اسلامي غورځنګ د پوځی ظرفیت په جوړولو او لوړولو کې مرسته کړې وه.

العاروري چې تر وژل کېدو وړاندې د حماس دویم جګپوړی شخص ګڼل کیده، د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د ناڅاپي‌ برید په ګډون په یو شمیر بریدونو کې په لاس لرلو تورن و.

د اسرائیل د رسمي معلوماتو له مخې چې فرانس پرس خبري اژانس ته ورکړل شوي، د اکتوبر د اوومې نېټې په برید کې ۱۱۴۰ کسان چې ډېری یې ملکي وګړي وو، وژل شوي دي.

د یادو د معلوماتو له مخې، په هغه برید کې د حماس جنګیالیو شاوخوا ۲۵۰ تنه چې یو شمېر یې تبادله شوي دي، یرغمل نیولي او د غزې تړانګې ته یې چې د حماس ډلې په ولکه کې دي، وړي دي. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اکتوبر د اوومې نېټې له برید وروسته، پر غزې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۳۱۳ تنه وژل شوي دي.

په جلاوطنۍ کې ژوند

صالح العاروري د اردن سیند د لویدیځې غاړې په اشغال شوې سیمې، رام الله ته څېرمه د 'عاروري' په کلي کې زیږیدلی و.‌ هغه د 'حبران' په پوهنتون کې د قرآني تعلیماتو پر بنسټ د اسلامي حقوقو په برخه کې زده کړی دی.

العاروري په ځوانۍ کې له اخوان المسلمین ګوند سره یو ځای شو او په فعاله توګه د محصلینو په اسلامي فعالیتونو کې ښکیل شو. نوموړی په ۱۹۸۷ کال کې کله د اخوان المسلمین د مشرانو له خوا د حماس غورځنګ تر جوړیډو وروسته د دغې ډلې غړی شو.

العاروري د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې څو ځله ونیول شو او په ۱۹۹۲ کال کې په لویدیځه غاړه کې د عزالدین القسام لوا (د حماس پوځي څانګه) د جوړولو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شو.

نوموړی په ۲۰۰۷ کال کې له زندانه خوشې شو، خو درې میاشتې وروسته بیا زنداني شو او په ۲۰۱۰ کال کې د اسرائیل له زندانه خوشې او سوریې ته جلاوطن شو.

العاروري په سوریه کې تر درې کاله ژوند کولو وروسته لبنان ته ولاړ. په ۲۰۱۰ کال کې له زندانه له خوشې کېدو وروسته هغه د حماس د پوځي سیاسي دفتر د غړي په توګه وټاکل شو او همدارنګه په ۲۰۱۱ کې د فلسطیني بندیانو سره د فرانسوي - اسرائیلي سرتېري ګیلعاد شلیط د تبادلې په قضیه کې د مصري منځګړو په مرسته د حماس د مذاکره کوونکي ټیم غړی و.

العاروري په ۲۰۱۷ کال کې د حماس لخوا د دغې ډلې د سیاسي څانګې د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه واده کړی و او له خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره په بیروت کې اوسېده.

د حماس ډلې پاتې چارواکي

د العاروري په وژل کېدو سره به اسرائیلي ځواکونه خپل پام د حماس ډلې نورو لوړ پوړو چارواکو ته واړوي. په دغو چارواکو کې د حماس ډلې مشر اسماعیل هانیه هم شامل دی.

هانيه داسې یو شخص دی چې د نظر پرځای عمل ته ترجیح ورکوي. هغه په ترکیه او قطر کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او له ډیرې مودې راهیسې غواړي چې د اسرائیل پر وړاندې د پوځي مقاومت او د حماس ډلې د سیاسي دریځ ترمنځ جوړجاړی وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه د حماس غورځنګ یوه ترهګره ډله ګڼي.

د اسرائیلي ځواکونو بل هدف په غزه کې د حماس ډلې مشر یحیی سنوار دی. نوموړی د حماس ډلې په بیلابیلو مقاماتو کې دنده ترسره کړې او د اسرائیل پر وړاندې د پوځي مبارزې له کلکو مبلغینو څخه دی. حماس هغه د دې ډلې "دفاع وزیر" ګڼي.

سنوار چې په عبري ژبه هم خبرې کولی شي، یو مرموز او پټه څېره ده چې د اسرائیل په اړه ډېر معلومات لري او همدارنګه ۲۳ کاله یې د اسرائیل په زندان کې تېر کړي دي. نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د اسرائیلي سرتېري ګیلعاد شلیط سره د فلسطیني زندانيانو په تبادلې کې له زندانه خوشې شو.

د غزې په تړانګه د اسرائیل د ځمکني یرغل په پیل کې، اسرائیلي چارواکو د سنوار په اړه ویلي چې هغه "یو متحرک مړی دی."

د اسرائیل بل احتمالي هدف ښايي د حماس ډلې د پوځي څانګې مشر محمد ضعیف وي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د امریکا له خوا د نړیوالو ترهګرو په لېست کې دی او اسرائیل لږترلږه شپږ ځله د هغه د وژلو هڅه کړې ده.

ضعیف، چې د حماس له خوا د دې ډلې "د لوی درستیز" ګڼل کیږي، هغه کس دی چې په یوه غږیز پیغام کې یې پر اسرائیل د حماس برید د "الاقصی طوفان" بللی دی. د هغه د پټیدو ځای او د اوسیدو ځای نه دی معلوم او ویل کیږي چې د خلکو په منځ کې د پټیدو او د خپل هویت د بدلولو وړتیا لري.

اسرائیل پر غزې د خپل پوځي یرغل د پای ته رسولو لپاره له پرله پسې فشارونو سره سره په وار وار ټینګار کړی چې د حماس ډلې تر بشپړ له منځه وړلو پورې به دغه یرغل ته دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG