د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د انټرکانټینیټال په برید کې وژل شوي بهرنیان څوک دي؟


په انټرکانټینینټال هوټل باندې د شنبې د ورځې د برید یوه صحنه
په انټرکانټینینټال هوټل باندې د شنبې د ورځې د برید یوه صحنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کابل په انټرکانټینینټال هوټل باندې په برید کې امریکایان هم وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نوریټ نن د سه شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د کابل په انټرکاټنینټال هوټل باندې په برید کې د امریکایانو وژل او ټپي کیدل تائید کړل، خو د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمېره او هویت نه دي په ډاګه کړي.

میرمن نوریټ وویل چې د قربانیانو کورنیو ته د درناوي په خاطر په دې هکله د زیاتې تبصرې نه ډډه کوي. هغې د وژل شویو امریکایانو له کورنیو او دوستانو سره خواخوږي څرگنده کړه او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره رغیدو هیله وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست د سه شنبې په ورځ د امریکایي قواو له مقاماتو سره په یوه غونډه کې ددې برید جزییات وڅیړل. خو د مرگ ژوبلې په اړه یې مشخص ارقام وړاندې نه کړل. ارگ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه پیښه "زمونږ د یو شمیر هیوادوالو د شهادت او ټپي کیدو او د یو شنیر بهرنیانو د وژل کیدو سبب شوې ده."

د کابل په انټرکانټینینټال هوټل باندې د شنبې د ورځې په برید کې د رسمي رپوټونو له مخې د ١۴ بهرنیانو په گډون ٢٢ کسان وژل شوي او د شپږو پولیسو په گډون لس تنه ټپي شوي دي. خو عیني شاهدان د مرگ ژوبلې شمیره زیاته ښیي.

له دې دمخه د اوکراین حکومت په دې برید کې د خپلو اوه تنو هیوادوالو د وژل کیدو خبر ورکړی و. همداشان په حمله کې یو جرمنی، یو قراقستانی او دوه تنه د ونزویلا اوسیدونکي وژل شوي دي.

په دې برید اکثر وژل شوي بهرنیان د کام ایر هوایي شرکت پیلوټان وو.

XS
SM
MD
LG