د لاس رسي وړ اتصالات

د خپلواکۍ یادګار "طاق ظفر" ولې په پغمان کې جوړ شوی دی؟


طاق ظفر، پغمان
طاق ظفر، پغمان

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستنې یادګار جوړ شوی چې د طاق ظفر په نامه یادیږي.

دغه ودانۍ په نږدې سل متره اوږد پارک کې د دروازې په ډول جوړه شوې چې ۱۴ متره لوړوالی لري.

تاریخ پوهان وايي کله چې افغانستان له انګرېزانو نه خپله خپلواکي بېرته واخیستله، له هغه وروسته د شاه امان الله خان په امر دغه ودانی جوړه شوه.

رفیع: د خپلواکۍ په ویاړ جوړې شوې ودانۍ، نړۍ ته د یوه سند په توګه پاتې کېږي.
رفیع: د خپلواکۍ په ویاړ جوړې شوې ودانۍ، نړۍ ته د یوه سند په توګه پاتې کېږي.

تاریخپوه حبیب الله رفیع په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "انګرېزانو سره د افغان جنګیالیو د مبارزو ورسته د ۱۲۹۸هـ.ل کال د زمري په اته ویشتمه، انګرېزانو د افغانستان بشپړه خپلواکي ومنله. امان الله خان د خپلواکۍ په سند لاسلیک وکړ او په همدې ویاړ د طاق ظفر ودانۍ جوړه شوه."

د ښاغلي رفیع په وینا د هغه وروسته د افغانستان د استقلال د بېرته اخیستلو جشن هر کال د یوې اونۍ لپاره همدلته لمانځل کېده.

  • خو پوښتنه دا ده چې ولې د خپلواکۍ د یادګار په توګه دغه ودانۍ په پغمان ولسوالۍ کې جوړه شوې؟

ښاغلی رفیع یې په دوو علتونو کې خلاصه کوي: "لومړی دا چې شاه امان الله خان خپله په پغمان کې زېږېدلی و نو دغې ولسوالۍ سره یې خاصه مینه وه او بل دا چې د استقلال د جشن لمانځلو پر وخت، کابل کې هوا ګرمه خو پغمان کې مناسبه وي نو ځکه دا ودانۍ په پغمان کې ودانه شوې."

ښاغلی رفیع وايي، په ټولې نړۍ کې دا معموله ده، هغه هېوادونه چې خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کوي، په ویاړ یې راتلونکو نسلونو ته یادګاري ودانۍ او څلي جوړوي تر څو راتلونکي نسلونه یې د تېرو نسلونو یادونه او سر ښېندنې له یاده ونه باسي.

هغه زیاته کړه د خپلواکۍ په ویاړ جوړې شوې ودانۍ، نړۍ ته د یوه سند په توګه پاتې کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو سلمه کالیزه د زمري په اته ویشتمه په پلازمېنه او ولایتونو کې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG