د لاس رسي وړ اتصالات

د غرمې ډوډۍ ولې باید د کار د میز پر سر ونه خوړل شي؟


په نوې څیړنه کې نږدې نیمایي برخه اخیستونکو ویلي چې په هغه ورځو کې چې دوی د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره وقفه اخلي د لږې ستړیا او ستومانۍ احساس کوي.
په نوې څیړنه کې نږدې نیمایي برخه اخیستونکو ویلي چې په هغه ورځو کې چې دوی د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره وقفه اخلي د لږې ستړیا او ستومانۍ احساس کوي.

یو شمېر کسان په دې اند دي، که چیري د غرمې ډوډۍ د وقفې پرمهال، خپل خواړه د کار د میز پر سر وخوري او په ورته وخت کې خپل کارونه هم سمبال کړي، نو د وخت د ضایع کیدو څخه به یې مخنیوی کړي وي.

خو یوه نوې څېړنه چې په امریکا کې له ۵۰۰۰ څخه زیاتو کارمنانو سره د مرکو پر بنسټ شوې، د کار د میز پر سر د غرمې ډوډۍ د خوړلو منفي اغیزې په ډاګه کوي.

د دې څېړنې د پایلو په بنسټ د چمتو شوي راپور له مخې، نږدې ۴۸ سلنه امریکايي کارمنانو په اوونۍ کې لږ تر لږه یوه ورځ د غرمې ډوډې وقفه نه ده اخیستې او یا د غرمې ډوډۍ یې د خپل کار د میز د پاسه پداسې حال ک خوړلې چې د خوړو پر مهال په کار هم بوخت وو.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې‌ په دغه څیړنه کې ۲۳ سلنه برخه اخیستونکو ویلي،‌ چې په خپل وخت د کار د پای ته رسولو په موخه خپل خواړه د کار د میزونو پر سر خوري، خو ۲۲ سلنه نورو ګډونوالو ویلي، چې دوی ویره لري، چې که د ډوډۍ خوړلو پر مهال کار ونه کړي، نو د دوی کار به شاته پاتې شي. همدارنګه ۲۰ سلنه ګډونوالو بیا ویلي چې پرله پسې غونډې د دې لامل کیږي چې دوی د غرمې ډوډۍ لپاره د وقفې فرصت ونه لري.

ددې نوې څیړنې یوې لیکوالې ډیان سوینټ، فاکس نیوز ته وویل: "موندني ښیي چې کارمنان د یو لوي تصویر په پرتله، د غرمې ډوډۍ د لنډمهاله وقفې د اغیزو په اړه ډیر اندیښمن دي. په اوږمهال کې د کار په منځ کې د وقفې نه اخیستل ستړیا، فشار، او روحي کمزوري رامنځته کولای شي."

د سوینټ په خبره، د غرمې ډوډۍ وقفې نه اخیستل یا د کار د میز پر سر خواړه خوړل او د خواړو پرمهال په کاري مسلو کې ښکیل کیدل د کارمنانو د کار پر پایلې منفي اغیزه کولای شي.

په نوې څیړنه کې نږدې نیمایي برخه اخیستونکو ویلي چې په هغه ورځو کې چې دوی د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره وقفه اخلي د لږې ستړیا او ستومانۍ احساس کوي او له نیمایي څخه زیاتو ګډونوالو بیا ویلي چې د غرمې ډوډۍ د وقفې اخیستل د دوی د ذهني فعالیت او رواني روغتیا د ښه والي لامل شوی دی. همدارنګه ۷۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره وقفه اخیستل د دوی کاري فعالیت او پایلو باندې ښه اغیزه کوي.

په ورته وخت کې د تغذیې د چارو کارپوهان وايي چې د غرمې ډوډۍ لپاره وقفه د کارکوونکي فزیکي او رواني روغتیا تضمینوي او دا کار د دې لامل کیږي چې کارکونکی د کاري فشار څخه خلاص شي او د دې وقفې وروسته یې دماغي ادراک لاپسې ښه شي.

د تغذیې متخصصې سارا هکلر فاکس نیوز ته وویل، چې د کار کې پر وخت د کار د میز پر سر خواړه خوړل په پایله کې د فشار او ستړیا لامل کیږي.

د هکلر په وینا د خوړو پر مهال پر کار ډیر تمرکز د دې سبب کیږي چې انسان ژر ژره خواړه وخوري او په سمه توګه یې ونه ژوي. دغه کار نه یواځې د هاضمي په سیسټم کې د اختلال سبب کیږي، بلکې ددې لامل هم کیږي چې په معدې کې خواړه په سمه توګه جذب نشي.

ډاکټران او د تغذیې د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې یو کارکوونکی د غرمې ‌ډوډوۍ د خوړولو پر مهال د امکان تر بریده هڅه وکړي چې خپل د کار میز پریږدي او د خوراک په خونه کې له ټولو کاري انديښنو لیرې خپل خواړه وخوري، د دوی په خبره که دا کار شونی وي، دا غوره ده چې د غرمې ډوډۍ د کاري ساحې څخه بهر وخوړل شي.

ډاکټران دا سپارښتنه هم کوي چې د کارمنانو خواړه باید د امکان تر پولې پورې صحي او د بیلابیلو غذایي عناصرو څخه جوړ وي او همدارنګه هڅه وشئ چې د کانسروا او بسته بندي شوي خواړو څخه ډډه وشئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG