د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ۱۴۹ نوعه وحشي ژوو ژوند له ګواښ سره مخ دی


په داسې حال کې چې د «مارچ دریمه» د وحشي ژوو د ساتنې نړیواله ورځ ده د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤلین وايي، په دغه هېواد کې ۱۴۹ډوله بېلابېل وحشي‌ ژوي او رګداره نباتات له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له‌مخې دا مهال په افغانستان کې ۴زره ډوله رګداره نباتات، ۵۱۵ ډوله الوتونکي مرغان،۱۵۰ ډوله تي لرونکي وحشي حیوانات، ۱۳۹ډوله کبان او ۱۱۲ ډوله خزندې شتون لري.

خو د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس جلال الدین ناصري وايي، چې د یادې ادارې د اجرائیوي کمېټې د څېړنو له‌مخې د پورته ذکر شو وحشي ژوو او رګداره نباتاتو له کورنیو د ۱۴۹ډولونو وضعیت یې د بېلابېلو لاملونو له‌مخې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

د الوتونکو مرغانو د ښکار په اړه جدي اندېښنې موجودي دي
د الوتونکو مرغانو د ښکار په اړه جدي اندېښنې موجودي دي

ښاغلي ناصري د یکشنبې په ورځ د «کب پر ۱۲مه» امریکا غږ سره مرکه کې بې رحمانه خپل سری ښکار، قاچاق او سوداګري، د طبیعي ځنګلونو پرېکول، له څړځایونو غیر مسلکي‌ استفاده، د عامه پوهاوي‌ کموالی، د اقلیمي بدلون تغیر، جګړې، فقر او بېکارۍ هغه لاملونه یاد کړل چې د یادو ژوو وضعیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي‌ ژوو د ساتنې په هدف د«بیولوژیکي‌ انواعو» په نوم یوه روښانه ستراتيژي جوړه کړې او په دې برخه کې له نړیوالو قوانیونو سره سم یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

هغه وویل:"موږ په دې برخه کې مختلف اقدامات تر نظر لاندې نیولي دي، په بېلابېلو ولایتونو کې مو د وحشي حیواناتو سروې ګاني کړي دي، پلي شوي دي، د هغوی وضعیت او د هر ډول ژوي وضعیت او ژوند په اړه مو بېله سروې کړې ده او اقدامات شوي‌ دي."

ناصري‌ زیاته کړه چې د وحشي ژوو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې له کورنیو چارو او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو او ګمرکونو له ریاستونو سره همغږي رامنځته کړې ده.

نوموړي وویل دا چې دامهال په افغانستان کې د وحشي ژوو د خوندیتوب لپاره یو حقوقي چوکاټ «بستر» شتون نه‌لري په دې وروستیو کې د وحشي ژوو د تنظیم لپاره د قانون مسوده رامنځته شوې او هڅه کېږي چې په دې برخه کې قانون رامنځته شي.

هغه وویل:"موږ اوس په دې برخه کې د یو قانون پر رامنځته کولو کار کوو، ټول اداري کارونه یې خلاص شوي دي، او د رئیس صاحب جمهور په دفتر کې دي، چې په نژدې وختونو کې به نهايي شي."

ناصري‌ وویل چې د دغه قانون په رامنځته کېدو سره به د وحشي ژوو د تظیم او مدیریت چارې په ښه توګه تر سره شي.

د چاپېریال ساتنې اداره وايي د یادو ژوو د ژغورلو هڅې پیل کړي
د چاپېریال ساتنې اداره وايي د یادو ژوو د ژغورلو هڅې پیل کړي

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر اساس د ټولو وحشي ژوو او نایابه الوتونکو مرغانو ښکار بند شوی دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د یو پلان له‌مخې د ۱۴۹ ډولونو وحشي ژوو د ژغورنې هڅې پيل کړي دي تر څو ژوند یې بېرته عادي حالته را وګرځېږي.

په داسې حال کې چې افغانستان د جغرافیوي موقعیت له‌مخې د بېلابېلو وحشي ژوو او رګداره نباتاتو په لرلو سره یو بډایه هېواد بلل کېږي،خو د یادو وحشي حیواناتو او الوتونکو مرغانو خپل سري ښکار او قاچاق په اړه جدي اندېښنې موجودې دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خلکو ته د وحشي ژوو په اړه د عامه پوهاوي ورکولو په هدف نن په کابل کې د وحشي‌ ژوو د ساتنې نړیواله ورځ هم ولمانځله.

XS
SM
MD
LG