د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ملګرو ملتونو لخوا د طالبانو د مقاماتو د سفر معافیت لغو کول عادلانه ندي 


Abdul Baqi Haqqani
Abdul Baqi Haqqani

یوه ورځ وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو د طالبانو د دوو چارواکو د سفر کولو موقتي معافیت لغو کړ، د طالبانو ډلې د ملګرو ملتونو دغه پریکړه غیر عادلانه وبلله.

ملګرو ملتونو تیره ورځ د جون په ۲۰مه، د پوهنې وزارت سرپرست معین، سعید احمد شهید خېل او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي بصیر شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی، د سفر لنډمهاله معافیت لغو کړ.

په ملګرو ملتونو کې دیپلوماتیکو منابعو د نوم د نه ذکر کولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه بندیزونه په افغانستان کې پر نجونو او ښځو باندې د طالبانو له لورې د سختو محدودیتونو د وضع کېدو په غبرګون کې لګول شوي دي.

ددې اقدام په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مرستیال، لطف الله خیرخواه وویل، دا ډول پرېکړې به یوازې "وضعیت پېچلی" کړي.

طالبان ادعا کوي چې د دوحې د هوکړې له مخې باید د ملګرو ملتونو د سفر د بندیزونو له لیست څخه د دې ډلې د ټولو غړو نومونه وایستل شي.


له دې سره سره ملګرو ملتونو د دې ډلې د ۱۳ نورو غړو د سفر معافیت لږ تر لږه د دوو نورو میاشتو لپاره وغځاوه. ټاکل شوې وه چې دغه معافیت پرون پای ته ورسیږي.

د ډیپلوماټیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې یو شمېر غړو هېوادونو د طالبانو د ټولو غړو د معافیت د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه، خو ځینو نورو هېوادونو یې مخالفت کړی و.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان هم د طالب چارواکو د سفر کولو د معافیت د لیرې کولو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د ښځو د برخې مشرې هیدر بار د مارچ په میاشت کې وویل: "حکومتونه باید د طالبانو د یو شمیر لوړپوړو مشرانو په سفر کولو باندې د لګیدلو بندیزونو د معافیتونو ملاتړ ونه کړي. دوی باید د هغو غونډو ډډه وکړي چې د طالبانو مشرانو ته اعتبار ورکوي."

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې په مرسته کوونکو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، جرمني، بریتانیا او اروپايي ټولنې غږ وکړ چې پدې هکله جدي اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې په مرسته کوونکو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، جرمني، بریتانیا او اروپايي ټولنې غږ وکړ چې پدې هکله جدي اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسئولې،‌ هیدر بار دا هم ویلي چې لا هم اړتیا شته چې پر نورو لوړ پوړو طالب چارواکو بندیزونه ولګول شي.

مېرمن بار امریکا غږ ته وویل: "فکر نه کوو چې دا به کافي‌ وي. د امنیت شورا باید نور اقدامات هم وکړي او باید د ټولو [طالب] چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسوي. موږ خواشیني شوو چې دوی د ګڼ شمېر چارواکو پر سفر د بندیز د استثنا موده غځولې ده".

د طالبانو حکومت د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو راهیسې د افغان نجونو پر مخ د منځنیو او عالي ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستې.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو او د ښځو د حقونو سازمانونو په ګډون نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول پر دې ډلې غږ کړی چې ښځې او نجونې له کار او زده کړو بې برخې نه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې د طالبانو اوسنۍ تګلارې له تبعیض ډکې، نا انصافي او له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې او د بشري حقونو د څار ادارې په افغانستان کې د طالبانو لس میاشتنۍ واکمنۍ د نجونو د تعلیم په برخه کې "تورې ورځې" بللي دي.

طالبان چې ادعا کوي دا مهال د نجونو د ښوونځیو شرایط سم نه دي، په خپله پخوانۍ واکمنۍ کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په لویه کچه ښځې له کار او زده کړو منعې کړې وې.

دا راپور د فرانس پریس د معلوماتو په بنسټ لیکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG