د اریزونا ایالت د جمهوري غوښتونکې کاندیدې مارتا مکسالي په څير، اکثره ښځینه کاندیدانې پخوانۍ تجربه کارې نظامیانې دي. هغوی غواړيدجگړې د ډگر زخمونه اوکارنامېڅرگندې کړي.
دیموکراته او د هوایي قواو پخوانۍ پیلوټه او جګړنه، هیګر د خپلې هلي کوپترې یادونه کوي چې د طالبانو ویشتلې وه. هغې وویل : دا د هغې الوتکې یوازنۍ ټوټه ده چې په هغه ورځ ما چلوله.
دا ویدیو کلیپ چې د لین مانیول میراندا لخوا په ټویټر شریک شوی، په ټولنیزو رسنیو تقریبا شپږ میلیونه ځلي لیدل شوی دی: د کانګرس کاندیده امي مک ګرات وايي : ما غوښتل جنګي جټ الوتکه وچلومه.
بریګید هریسن سیاسي څیړونکې وايي: حتی که تاسی پخوانۍ نظامیانې میرمنې پکې نه وینئ، بیاهم داسی کاندیدان وینئ چې ځانګړې تجربې لري.
کاندیدانې دا مني چې په اعلانونو کې د هغوئ قوت څرګند شي، خو یو ډول متضاد او غېرمنصفانه معیار ونو ښځې دیته اړ ایستلي چې خپله زیاته پاملرنه وخت او مناسب بدلون ته وکړي.
سږکال د کانګرس دپاره ۲۳۷ او د سنامجلس دپاره درویشت ښځینه کاندیدانې مبارزه کوي او شپاړس نورې د ایالت مقام ته کاندیدې دي. په آینده کې ښايی تردې هم ډیرې کاندیدانې شي.