د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نه وروسته په اروپا کې هم ښځو مظاهرې کړي


په امریکا کې د شنبې د ورځې د ښځو د مساوي حقونو لپاره د مظاهرو نه وروسته د یکشنبې په ورځ په اروپا کې هم په زرگونو ښځې لارو کوڅو ته راوتلې او د مساوي حقونو او د جنسي ځورنو په ضد یې لاریون وکړ

د یکشنبې په ورځ په لندن، پارس، سډني او د اروپا په نورو لویو ښارونو کې مظاهرې وشوی.

د شنبې په ورځ په امریکا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د یو کال د پوره کیدو په مناسبت ښځو مظاهرې وکړې. د یادونې وړ ده چې تیر کال هم د کال په دې نیټه د ولسمشر د لوړې د مراسمو نه وروسته په ډیره لویه کچه مظاهرې شوې وې.

په لندن کې ښځو شعاورنه لگول چې "مونږ تکړه یو" او "وخت رارسیدلی" دی. په لندن کې د صدراعظمې ټرسا می د دفتر مخې ته مِظاهره چیانو د کار په ساحو او په ټولنیزو رسنیو د ښځو د سپکاوې ضد شعاونه وهل.

په لندن کې د مظاهرو په وخت سخت باران وریده. په پارس کې هم د دې باوجو چې سخته یخني وه او واورې وریدې، په زرگونو تنو ښځو په مظاهرو کې برخه واخیسته. په مظاهرو کې گډونکونکي میگي کین وویل "هیڅ پروا نلري چې هوا سړه ده او واورې وریږي، مونږ به خپل فعالیتونه جاري وساتو او مونږ به د ټرمپ د ایجنډې په ضد مبارزې ته دوام ورکوو."

XS
SM
MD
LG