د لاس رسي وړ اتصالات

معترضو ښځو دریو ولایتونو کې د طالبانو پرخلاف لاریونونه کړي


د جمهوري نظام د سقوط او پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو د دوییمې کلیزې رانږدې کیدوته هم مهاله د ښځو د حقونو یو شمیر ښځینه فعالانو په څو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد لاریونونه کړي دي.

یو شمیر معترضو ښځو د شنبې په ورځ اګست ۱۲ ( زمري ۲۱) پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو او د جمهوري نظام د ړنګیدو د دوییمې کلیزې د رسیدلو په مناسبت په کابل، تخار او بدخشان ولایتونو کې په کوچینو ډلو کې لاریونونه کړي دي.

دغو لاریون کوونکو د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د خلکو د پام څخه د غورځولو چې دغو معترضو ښځو د افغانانو له یاد څخه ایستل بلل، شعارونه هم ورکول.

دغو لاریون کوونکو "هشدار، هشدار، امریکای فراموش‌کار، طالب جنایت‌کار" شعارونه ورکول او ویلي، چې د طالبانو په منطق کې د منلو لپاره هیڅ ډول تنوع نه لیدل کیږي.

خو د کابل ښار د اهنګرانو په څلور لارې کې د ښځو دغه لاریون د پیل څخه څو دقیقې وروسته ددې له امله پای ته ورسید چې د دغو اعتراض کوونکو ښځو د لاریون د تنظیموونکو د وینا پر اساس په دغه لار د طالبانو امنیتي ساتونکي ځای په ځای شوي و.

د ذکیه زهادت په نوم یوې معترضې ښځې امریکا غږ ته وویل، چې له وړاندې همغږي شوې وه، ترڅو په زیات شمیر ښځې نن کابل کې واټونو ته راووځي او د کابل په نوي ښار کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" مخې ته راټولې شي، خو د امنیتي ستونزو د زیاتیدو له امله هغوی ونشو کړای چې هغه ځای ته ځانونه ورسوي.

میرمن زهادت وویل: "په عمومي ډول ددغه اعتراض څخه زمونږ هدف دا و، چې نړۍ باید د افغانستان د خلکوپه ځانګړي ډول د افغان میرمنو په څنګ کې ودریږي، د طالبانو ملاتړ ونه کړي، طالبان ... او افغانستان یې ونیو".

خو دغه لاریونونه په پراخه کچه ترسره نه شو.

ترنم سعیدي یوې بلې معترضې ښځې وویل، چې ټاکل شوې وه، چې د ښځو د اعتراضي خوځښتونو یو شمیر غړي په کابل کې اعتراضیه لاریون وکړي، خو دا پروګرام په یو ډول افشا شوی و او طالبانوډیر سخت امنیتي تدابیرنیولي و، چې د ښځو د خوندیوب لپاره پراخه لاریونونو ترسره کولو پروګرام لغوه شو.

ددغو لاریونونو پر مهال د ځینو اعتراض کوونکو ښځو د نیولو راپورونه هم ورکړل شوي دي، خو ځینو سرچینو امریکا غږ ته دا تائید کړه چې یوه اعتراض کوونکې د ضمانت په ورکولو د بند څخه بیرته خوشې شوې ده.

په ورته وخت کې کابل کې ځینو معترضو ښځو وویل، چې خپلو مبارزو ته به په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ ترپایه دوام ورکړي. دغو میرمنو د نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان میرمنو غږ بدرګه کړي.

په تخار ولایت کې هم د ښځو د اعتراضي خوځښتونو یو شمیر غړو د شنبې په ورځ لاریون کړی دی. دغو میرمنو د " ډوډۍ، کار، ازادۍ"، مرګ په ستمګرو که طالب وي او که د طالبانو لابيګر، " خبردار، خبردار هیرونکی نړۍ" ، " طالب جنایت کوي، امریکا یې حمایت کوي" شعارونه ورکول.

د پریسا مبارز په نوم یوې معترضې میرمن امریکا غږ ته وویل، چې تر ۲۵ تنو پورې معترضو لاریونکوونکو ښځو د لاریون هدف دا و، چې نړۍ ته ووايي، چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.

میرمن مبارز وویل: "مونږ نن د کومې لوګو او د شعارونو د بنر پرته لاریون وکړ، په عمومي ډول زمونږ اعتراض د طالبانو په خلاف د پیوستون د اونۍ لپاره و، دا ډول اعتراضونه اعتراض کوونکو د افغانستان په دننه او بهر کې لرل".

همداشان د بدخشان په ولایت کې هم یو شمیر اعتراض کوونکو میرمنو د بندو دروازو شاته په یوه اعتراضیه غونډه کې ورته شعارونه ورکړل.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو د دوییم کال د پوره کیدو په درشل کې یو شمیر افغان مدني او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو د افغانستان په دننه او بهر کې له افغانانو غوښتي، چې د طالبانو په خلاف لاریونونو کې دې برخه واخلي.

دغو مدني او د بشري حقونو فعالانو ویلي، چې په تیرو دوو کلونو کې طالبان د "جنګي جرمونو، د بشریت پر ضد جنایتونو، جنسیتي او نژادي توپیرونو، بې ځایه کېدنو او جبري کډه کولو، نسل وژنې، نژادي تبعیض او د افغانستان د جغرافیې تروریستي کولو" مرتکب شوي او باید د دې ډلې د کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شو.

دغو فعالانو او مدافعانو د "طالبانو د تروريستي او فاشيستي ډلې په وړاندې د افغانستان له خلکو سره د پيوستون اوونۍ" تر نامه لاندې د اکست له ۱۳ تر ۲۰ پورې په بېلابېلو هېوادونوکې مظاهرې او لاريونونه پلان کړي دي.

پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو دوییم کال ته درې ورځې پاتې دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی دی.

طالبانو د واک ترلاسه کولو سره سم په افغانستان کې په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې سخت محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولي په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې یې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان طالبان ښځې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار څخه هم منع کړي دي.

طالبانو پر ښځو باندې عمومي حمامونو او ورزشي کلپونو ته په تللو هم بندیز لګولی او هم یې د کور څخه بهر پر ښځو حجاب اغوښتل لازم کړي دي او په اوږده سفرونو کې یې د ښځو سره د محرم لرل هم لازمي کړي دي.

همداشان طالبانو د کور څخه بهر د ښځو د فعالیتونو د محدودولو د اقداماتو په لړ کې تیره میاشت په افغانستان کې ۶۰ زرو څخه زیاتې ښځې چې په کابل او ولایتونو کې یې په سینګارتونونو کې کار کوه د هغوی په کار بندیز ولګوه.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي، خو د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته تراوسه طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی.

نږدې دوه کاله کیږي، چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړی، خو ددغې ډلې حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزونه دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG