د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د حقونو فعالانې: نړیواله ټولنه افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مسؤله ده


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د ښځیو حقوقو یو شمېر ښځینه فعالینو، د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د نقض په اړه مسؤل دي.

اغلې امیري د دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر پاڼه افغان مېرمنو ته په خطاب کې لیکلي و: "زه ستاسو غږ اورم، ستاسو ترڅنګ درېږم او ستاسو د زده کړو حق د ملاتړ لپاره به خپلو ټول هڅو ته دوام ورکړم تر څو تاسو وتوانیږئ چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړئ او په معنا لرونکي ډول په یو سوله ییز او باثباته افغانستان کې ګډون وکړی."

خو د مولده توانا په نوم د ښځو د حقونو یوې فعالې امریکا غږ ته وویل چې په دا دول ټویټونو سره د خلکو هیڅ درد نه دوا کیږي او په خبره یې هغوی د افغانستان د خلکو په وړاندې خپل مسؤلیت هیر کړی او وضعیت ته هیڅ پاملرنه نلري.

نوموړې ادعا وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې په ډېر خراب وضعیت کې افغانستان طالبانو ته وسپاره او په خبره یې هغوی (نړیواله ټولنه) په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مسؤل دي.

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې معصومه حسیني هم امریکا غږ ته وویل په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندي محددیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي، اغلې امیري له سیاسي لوبغاړې پرته بل څه نه ده.

هغې د افغان ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري ته په خطاب کې وویل چې هغه د افغانستان د ښځو استازې نه او نه ده.

اغلې حسیني زیاته کړه: "مهمه دا ده چې موږ د افغانستان په سختو او خرابو شرایط کې، د افغانستان ښځې عملي کار ولرو. په داسې حال کې چې عملي کار مو نه لاره. د رینا امیري هر غبرګون د افغانستان د ښځو وضعیت نور هم سخت او بدتر کړی دی."

هغې وویل چې رینا امیري تر دې وروسته د افغان مېرمنو غږ نه دی، د افغانستان ښځې دا ډول غږونو ته اړتیا نلري.

د شیبا رووفي په نوم د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې هم ادعا وکړه چې اغلې رینا امیري طالبانو ته لایبي ګري کوي او انتقاد یې وکړ چې رینا امیري د افغان مېرمنو غږ لکه څنګه چې لازمه ده نه پورته کړئ.

خو د نایره کوهستاني په نوم د ښځو د حقوقو یوه بله فعاله بل ډول نظر لري او په دې باور ده چې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري پاک احساس لري، خو وايي چې دا ډول احساس د افغانستان د ښځو په برخه کې ګټور نه تمامیږي.

اغلي کوهستاني زیاته کړه: "هغه (رینا امیري) ډير قوي ادرس لري، ډیر قوي ځای لري، د افغانستان د ښځو موقف او ادرس چې هغې ته ورکول شوی دی، کولای شي زیاته مرسته وکړي او کوم کار چې کوي، د غندلو او ردولو په حد کې به نه وي."

هغې وویل چې اغلې امیري کولای شي پر طالبانو د نړیوالو فشارونو په منسجم کولو سره وضعیت سم کړي. ځکه په خبره یې له کومې ورځې چې طالبان پر افغانستان حاکم شوي د ښځو د حذفولو په حال کې دي او افغان مېرمنې ورسره تعامل نشي کولای.

اغلې کوهستاني وویل چې اغلې امیري باید د افغان مېرمنو د حقوقو لپاره عملي کار وکړي. رینا امیري د افغان مېرمنو د دغه ادعاو او انتقادونو په اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د ښځو د زده کړو او کار باندي د بندیز ترڅنګ یو لړ نور محدودیتونه هم زیات شوي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

رینا امیري تل پر افغان مېرمنو د طالبانو د حکومت محدودیتونه غندلي او پر لیري کېدو یې ټینګار کړی دی.

نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو په وړاندې خپل محدودیتونه لیري کړي او هغوی ته د زده کړو، کار ترڅنګ د ټولیز مشارکت حق ورکړي، خو طالبانو بیا ویلي چې دوی د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG