د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سفارت شارژدافیره: له کندهاري مشرانو غواړم افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ وکړي


د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې د دسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

کرن ډیکر د شنبې په ورځ اګست لسمه (لیندۍ ۱۹) پر یو ټویټ لیکلي: «متحده ایالات د جنسیت، توکم، مذهب او د هغوی د وړتیا پرته د ټولو افغانانو د حقونو ملاتړ کوي. موږ پرون د افغانستان د بشري حقونو له مدافعینو سره خبرې وکړې، تر ټولو زړور خلک چې زه یې پېژنم.هغوی تعلیم ته د لاسرسي، د کار کولو حق او د افغانستان د مختلفو وګړو د ملاتړ دفاع کوي."

د دسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. دا نیټه په ۱۹۴۸ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب د درناوي لپاره ټاکل شوې ده. د ۱۹۵۰ کال راهیسې هر کال د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د ورځې په توګه نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د هغه وخت د مهمو لاسته راوړنو یادونه وکړي.

د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو وروسته په دې هیواد کې پر ښځو سخت مقررات وضع کړل، د یو څو دفترونو په استثنا ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي، د نجونو لپاره منځني او عالي ښوونځي تړل شوي او ښځو ته امر شوی چې له شرعي محرم پرته سفر ونه کړي.

میرمن ډیکر زیاته کړه: "زه له کندهاري مشرانو غواړم چې د هغوی [د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو] د هڅو ملاتړ وکړي او د ټولو د وقار، ازادۍ او عدالت د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې له روانو هڅو سره یوځای شي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خورا جدي بللی او له طالبانو یې غوښتي ټول هغه اقدامات لغو کړي چې د افغانانو اساسي حقوق په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

یوناما د شنبې په ورځ، د ډسمبر په لسمه (لیندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې طالبان په عام محضر کې د تورنو د وهلو په څېر د جسمي مجازاتو کارولو ته وده ورکوي، چې «دا یو ډول ظلمانه، غیر انساني یا د سپکاوی ډک چلند دی او له همدې امله د یو شمیر نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو له مخې چې افغانستان یې غړی هیواد دی، منع شوي دي.»

ملګرو ملتونو هم په فراه ولایت کې د یو سړي د اعدام سزا ته اشاره کړې او یو ځل بیا یې په عام محضر کې له اعدامونو سره مخالفت څرګند کړی دی.

په افغانستان کې د دغې ډلې د بیا واکمن کیدو وروسته د ډسمبر په اوومه د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت د فراه ولایت په مرکز کې د خلکو په حضور کې د قصاص سزا عملي کړه.

XS
SM
MD
LG