د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: په ارګ کې د ښځو د ځورونې ادعا ممکن سیاسي وي


ښاغلي صدیقي وویل چې د افغانستان او عدلي او قضايي ارګانونه د دغو ادعاو د پلټنو دنده لري
ښاغلي صدیقي وویل چې د افغانستان او عدلي او قضايي ارګانونه د دغو ادعاو د پلټنو دنده لري

افغان حکومت وايي ښايي په ارګ او نورو حکومتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې ادعاوې سیاسي بڼه ولري.

د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي وایي اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د افغان میرمنو پام وړ پرمختګونه زیانمن شي.

ښاغلي صدیقي دا خبره د ځينو هغو راپورونو او ادعا څخه وروسته وکړه چې وايي په "ارګ" او ځینو نورو "حکومتي ادارو" کې ښځې په جنسي ډول ځورول کیږي.

ښاغلي صدیقي وویل چې افغانستان کې انتخابات را روان دي او ممکن دا ډول ادعاوې له انتخاباتي کمپاینونو سره هم تړاو ولري. هغه وایي ښايي د دغو ادعاو تر شا سیاسي انګیزه هم وي.

د ولسمشر غني ویاند په کابل کې په یو کنفرانس کې وویل "هسې نه چې دا ډول قضیو ته ډېر سیاسي رنګ ورکړل شي او په تېرو پنځو کلونو کې زموږ دا لوی پرمختګزیانمن شي."

ښاغلي صدیقي وویل چې د افغانستان او عدلي او قضايي ارګانونه د دغو ادعاو د پلټنو دنده لري.

په همدې حال کې د ولسمشر غني یو مخکني مشاور حبیب الله احمدزي د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه غوښتې ده. ښاغلی احمدزی لومړی کس چې ادعا یې وکړه چې په ارګ کې ښځې په جنسي ډول ځورول کیږي.

حبیب الله احمدزی وایي "ما د یوې مشخصې حلقې په اړه، چې زموږ د ملي او افغان کلتور څخه، چې د اسلام په موارینو برابر دی، پښې غځوي، دا خبرې کړې وې. په دې هیله چې د ملي وحدت د حکومت مشران دوی تشخیص او په اړه یې پرېکړې وکړې".

ښاغلي احمدزي د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۱۵) په یو خبري کنفرانس کې له ولسمشر غني، د هغه له مېرمنې او هغو ښځو چې په ارګ او له ارګ د باندې کار کوي، بخښنه وغوښتله.

XS
SM
MD
LG