د لاس رسي وړ اتصالات

سګرت د نارینو په پرتله ښځو ته ډیر تاوان رسوي


نویو څیړنو دا ثابته کړې چې د نارینو په پرتله هغه ښځې د زړه د حملې او ورسره تړلیو ناروغیو له خطر سره مخ دي چې سګرټ څکوي او عمرونه یې د ۵۰ کلونو څخه ټیټ دي.

په دغې څیړنه کې چې په امریکا کې د زړه د ناروغیو په ژورنال کې خپره شوې ویل شوي، هغه ښځې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۴۹ کالونو تر منځ دي او سګرټ څکوي د زړه د حملې له خطر سره ۱۳ وارې تر هغو ښځو ډیر مخامخ دي چې سګرټ نه څکوي.

د انګلستان د شفیلد په روغتون کې د زړه د ناروغیو متخصص، ډاکټر ایور ګریج وایي دا چې د سګرټ دود د انسان په بدن کې د استروجن هورمون باندې ډیر تاثیر لري، له همدې کبله د ښځو تر منځ د زړه د حملې پیښیدو امکانات ډیروي.

په دغې څیړنې کې د ۳۳۴۳ ناروغانو معلومات د درې کلونو په موده کې راټول او ارزول شوي دي.

که د ښځو د عمر دغه ډلبندۍ په نظر کې ونه نیسو، هره هغه ښځه چې سګرټ څکوي ۶۰۲ ځلې د نورو ښځو په پرتله د زړه د حملې د خطر سره مخ ده. د ښځو په پرتله د نارینو تر منځ بیا د زړه د حملې دغه امکانات د هغو سړیو تر منځ چې سګرټ څکوي ۴.۴ ځله ډیر دي.

دغه څیړنې ښيي، په نړۍ کې هغه ښځې چې ۵۰ کلنۍ ته نږدې دي او یا هم بارداره دي، د سګرټ څکلو او یا هم د سګرټ د دود د تنفس کولو له کبله د زړه په ناورغۍ اخته کیدلی شي. ډاکټران له همدې کبله د دغسې میرمنو له میړونو غواړي چې په کور کې د سګرټ څکولو څخه ډډه وکړي چې ښځې یې د زړه د حملې په شان ناروغیو څخه لیرې وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو د نه کارولو نړیوالې ورځ په مناسبت یوې اعلامیې کې ویلي چې هر کال شاوخوا ۸ ملیونه کسان د تنباکو اړوند محصولاتو د کارولو له کبله مري.

XS
SM
MD
LG