د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۵ میلیون ډالره وړیا مرسته کوي


نړیوال بانک له افغانستان سره د ۸۵ میلیون ډالره وړیا مالي مرسته کوي.

یاد بانک د ډسمبر ۱۱(لېندۍ۲۱) په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون جمعه یادې مرستې تصویب کړې.

په راپور کې راغلي چې دا مرسته د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۳۹۳ میلیون ډالري بستې یوه برخه رانغاړي چې د کوویډ-۱۹ د منفي اغېزو د کموالي او پاکو اوبوته د لاسرسي، حفظ الصحې او عامه خدمتونو د پیاوړتیا په موخه به مصرف شي.

نړیوال بانک ویلي چې له یادې مالي مرستې څخه ۵۰ میلیونه به یې د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او په دغه هیواد کې دجوړښتي مرستو د چمتو کولو پروژې او ۳۵ میلیونه ډالر به د افغانستان د ولسي تړون پروګرام کې ولګول شي.

د یاد بانک د معلوماتو په اساس د افغانستان د پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیز ملاتړ پروژې به په کابل، کندهار، او هرات ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپراوي په ترڅ کې د اوبو رسونې د پروژو په پیاوړتیا کې د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هینري کرالي د یادې مالي مرستې په اړه ویلي: "پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی د کرونا پر وړاندي د مبارزې په برخه کې له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي. تمه کېږي چې په افغانستان کې د پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیز ملاتړ پروژې لخوا به دا نوې مالي مرسته افغانانو ته د بنسټیزو روغتیايي مرستو او، اوبو ته د لاسرسي په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي. پر دې سربېره د افغانستان د ولسي تړون پروژې لپاره به دغه اضافي مالي مرسته بنسټیزو خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه کې د یاد پروګرام د وروستیو کلونو د پام وړ لاسته راوړنې ځواکمنې کړي."

نړیوال بانک ویلي چې د کوویډ-۱۹ ویروس خپرېدو او جګړې په افغانستان کې د جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوې دي.

نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره مالي مرستې کړي دي، دا مرستې په داسې حال کیږي چې د افغانستان حکومت له بېوزلۍ سره د مبارزې په هدف د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG