د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د ۱۷۰ میلیارد ډالرو د کړکیچ مالي صندوق جوړوي


د نړیوال بانک رئیس ویلي چې دغه مالي بنسټ د ۱۷۰ میلیارد ډالرو د یو بیړني صندوق د جوړولو هڅه کوي چې د کړکیچونو څخه د اغیزمن شویو فقیرو هیوادونو سره مرسته وکړي.

د نړیوال بانک رئیس ډیویډ ملپاس، د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) وویل چې ددغه مالي صندوق څخه به هغه هیوادونه چې په لوړه کچه د مالي تورم یا انفلاسیون سره مخ دي او هغه هیوادونه چې د پورونو په وجه د سخت مالي کړکیچ سره مخامخ دي ګټه واخلي.

ښاغلي ملپاس پدې باندې په ټینګار سره چې د پورونو او انفلاسیون لوړه کچه "د نړیوالې ودې په وړاندې دوه سترې ستونزې دي" خبریالانو ته وویل: "د مخ په ودې هیوادونو په هکله سخت اندیښمن یم. هغوی د انرژۍ، کیمیاوي سرې او خواړو د نرخ د ناڅاپي لوړیدوسره مخامخ دي."

نړیوال بانک تیره اونۍ د نړیوالې ودې په اړه د خپلې مخکنۍ وړاندوینې کچه راټیټه کړه او تمه ده چې د نړیوال پولي صندوق هم د سه شنبې په ورځ ورته تصمیم ونیسي.

ښاغلي ملپاس د نړیوال پولي صندوق او نړیوال بانک د پسرلنۍ غونډې په درشل کې چې ټاکل شوې په همدې اونۍ کې وشي، وویل چې ۱۷۰ میلیارد ډالر چې د کړکیچونو د حل کولو صندوق ته په پام کې نیول شوي د راتلونکو ۱۵ میاشتو په ترڅ کې به د اړمنو هیوادونو لاسرسي ته چمتو وي.

هغه وویل: "تمه لرو چې په راتلونکو دریو میاشتو کې ددغو پیسو شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالر وروسپارو."

د نړیوال بانک رئیس وویل چې ۶۰ سلنه کم عاید لرونکي هیوادونه یا د مخ په زیاتیدونکو پورونو د ستونزې سره لاس او ګریوان دي او یا هم د لا زیات پوروړي کیدو له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG