د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نږدې پنځه میلیونه اوکراینیان له جګړې تښتیدلي 


په پولنډ کې یوه ډله اوکرایني مهاجر
په پولنډ کې یوه ډله اوکرایني مهاجر

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) وویل چې څه دپاسه ۴.۹ میلیون اوکراینیان د روسیې د یرغل په وجه له خپل هیواد څخه تښتیدلي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د اوکراین د دریو څخه دوه برخې ماشومان له هیواد نه تیښتې ته اړ شوي او یا هم دننه په هیواد کې بیځایه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وایي اوکرایني مهاجر چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي «د جنسي استثمار، ناوړه استفادې او بشري قاچاق د مخ په زیاتیدونکي خطر سره مخامخ دي.»

د مهاجرت نړیوال سازمان(IOM) وایي چې په اوکراین کې د نورو هیوادونو نژدې ۲۱۵۰۰۰ اوسیدونکي هم له دې هیواد څخه وتلي دي او ګاونډیو هیوادونو ته یې پناه وړې ده. ددې سازمان په وینا دا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د مهاجرت تر ټولو ستر کړکیچ دی.

د اوکرایني مهاجرو ۹۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. له بلې خوا د ۱۸ او ۶۰ تر منځ عمر لونکي نارینه چې د پوځي خدمت واجد دي د هیواد څخه د وتلو اجازه نلري.

د رپوټونو له مخې د اوکراین د جګړې د پیل راهیسې یواځې پولنډ ته څه دپاسه ۲.۷۵ میلیون اوکراینیان مهاجر شوي چې د هرو لسو اوکرایني مهاجرو څخه شپږ یې دې هیواد ته تللي دي.

له پولنډ وروسته رومانیا ته ډیر اوکراینیان مهاجر شوي چې شمیر یې شاوخوا ۷۴۰۰۰۰ تنو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان اټکل کوي چې ۷.۱میلیون اوکراینیان دننه په هیواد کې له خپلو کورونو بیځایه شوي دی.

د پولنډ او رومانیا وروسته روسیې ته هم ۵۲۲زره اوکراینیان مهاجر شوي چې اکثر یې د اوکراین د ختیځ روسیه پلوه سیمو څخه دي.

همداشان هنګري ته څه دپاسه ۴۶۱زره، مالدوا ته څه دپاسه ۴۲۳زره او سلواکیا ته ۳۳۷۳۱۱ تنه اوکراینیان مهاجر شوي دي.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل دمخه دې هیواد ۳۷ میلیون نفوس درلود.

XS
SM
MD
LG