د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د کروناویروس د مړو شمیر له ۱.۲ میلیون کسانو واوښت 


د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په نړۍ کې د کروناویروس د تائید شویو مړینو شمیر له ۱.۲ میلیون کسانو اوښتی دی.

ددې پوهنتون د شمیرو له مخې د نژدې یو کال راهیسې چې د کروناویروس وبا خپره شوې تر اوسه په نړۍ کې ۴۶.۵ میلیون کسان پدې ویروس اخته شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د اروپا وچه د کوویډ۱۹ د دوهمې څپې سره مخامخ ده او په ټوله اروپا کې څه دپاسه ۱۰ میلیون کسان په کروناویروس اخته دي او بلجیم، بریتانیا، فرانسه او جرمني هڅه کوي په ځپلو هیوادونو کې بیا د کروناویروس محدودیتونه نافذ کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ډاکتر تیدروز ادهانوم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کروناویروس د یو اخته کس سره له تماس وروسته یې ځان قرنطین کړی دی، خو تر اوسه ددې ویروس علایم نلري.

د رپوټونو له مخې د بریتانیا شهزاده ویلیام هم د لس میلیون کسانو په ډله کې دی چې په اروپا کې په کرونا اخته شوي. د رپوټونو له مخې ۳۸ کلن شهزاده ویلیام د اپریل په میاشت کې په کرونا اخته شوی و. د بریتاینا صدراعظم بوریس جانسن هم په اپریل کې د کوویډ۱۹ په وجه په روغتون کې بستر شوی و.

‍د اسیا په وچه کې هند تر ټولو زیات کروناویروس ځپلی دی او د دوشنبې تر ورځې نومبر دوهمې پورې په کې ۸۲۲۹۳۱۳ کسان په دې ویروس اخته شوي او ۱۲۲۶۰۷ کسان مړه شوي دي.

استرالیا بیا د تیرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ټول هیواد کې یې د کروناویروس کومه نوې پیښه نده ٍثبت شوې.

XS
SM
MD
LG