د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۲۰۰۰ شتمن د نړۍ د ټولو انسانانو څخه زیاته پانګه لري- اکسفام


د امازون مشر په نړۍ کې تر ټولو شتمن انسان دی
د امازون مشر په نړۍ کې تر ټولو شتمن انسان دی

په بریتانیا کې میشته د اکسفام اداره وایي چې د نړۍ یو فیصده شتمن خلک د ځمکې پرمخ د ټولو انسانانو تر شتمنۍ دوه برابره پانګه او شتمني لري.

د اکسفام نړیواله اداره وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۱۵۳ شتمنو وګړو د نړۍ د ۴.۶ میلیارد وګړو تر شتمنیو څخه زیاتې پانګې درلودې .

د غې ادارې د دوشنبې په ورځ (جنوري ۲۰) د سویزرلنډ په داوس کې د نړۍ د اقتصادي فورم تر کلنۍ غونډې مخکې دا راپور خپور کړی دی. په دغې غونډې کې د نړۍ سیاسي او اقتصادي مشران راټولیږي.

اکسفام وايي چې د نړۍ حکومتونه د "شتمنو خلکو" څخه کمه مالیه اخلي او "عامه خدمتونو" کې ناغیړي کوي. اکسفام همدغه راز پر حکومتونو غږ کړی دی چې "د عدم مساوات د پالیسو د ختمولو" لپاره اقدامات وکړي.

په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍ دریو شتمنو خلکو ټولټال ۲۳۱ میلیارد ډالره شتمني درلوده. د فیسبوک مشر مارک زاکربرګ د نړۍ پنځم شتمن کس دی چې تېرکال یې شپږ میلیارد ډالر عواید درلودل.

د بلومبرګ اژانس د معلوماتو په اساس د امازون شرکت اجرايي مشر جیف بیزوس د دغو شتمنو د لست په سر کې ځای لري چې ۱۱۶ میلیارد ډالره پانګه لري. د نړۍ دویم شتمن کس د مایکروسافټ د شرکت مشر بیل ګېټس دی او درېیم امریکايي پانګوال وارین فوفیټ دی.

د نړۍ د شلو شتمنو خلکو پانګې له ۲۰۱۲ راپدیخوا له ۶۲۷ میلیارد ډالرو څخه ۱۳۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي.

اکسفام په خپل راپور کې همدغه راز له ښځو سره د بې عدالتۍ یادونه هم کړې ده. راپور وایي چې په نړۍ کې ښځې هره ورځ ۱۲.۵ میلیارد ساعتونه له کوم معاش او امتیاز پرته کار کوي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د ښځو په کارونو کې د کور ورځني کارونه هم شامل دي چې هېڅوک یې نه یادوي.

په راپور کې راغلي دي چې د ښځو دا ډول وړیا خدمتونه او کارونه د نړۍ په اقتصاد کې د کال ۱۰.۸ میلیارد ډالر زیاتوي او دا اندازه د تکنالوژۍ د شرکتونو تر عوایدو درې برابره زیاته ده.

XS
SM
MD
LG