د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه سوداګره: لسګونو ښځو ته مې کار برابر کړی و، اوس پخپله بې کاره یم


پاکستان ته تازه کډواله شوې افغانه تهمینه شیرزاد وايي په خپل هېواد کې د کاروبار ترڅنګ د طب پوهنځي محصله وه، چې د طالبانو له راتګ وروسته له کار او زده‌کړې دواړو پاتې شوه.
پاکستان ته تازه کډواله شوې افغانه تهمینه شیرزاد وايي په خپل هېواد کې د کاروبار ترڅنګ د طب پوهنځي محصله وه، چې د طالبانو له راتګ وروسته له کار او زده‌کړې دواړو پاتې شوه.

پاکستان ته تازه کډواله شوې افغانه تهمینه شیرزاد وايي په خپل هېواد کې یې د تجارت له لارې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وه، خو د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې سوداګري په ټپه ودرېده او له خپلې کورنۍ سره د هېواد پرېښودو ته مجبوره شوه.

هغې امریکا غږ ته د خپل تېر کاروبار په اړه وویل: "د شرکت مشره وم، په دې شرکت کې مو پنځه لکه افغانۍ پانګونه کړې وه. له موږ سره ۶۰ ښځو کار کاوه. ټوکر، تار او نور سامانونه مو ورته ورکول. هغوی بيا کورونو کې جامې څادرونه او خامکونه جوړول، او سربيره له دې د زعفرانو سوداګري مو هم کوله. موږ له بزګرانو سره په تماس کې ووږ هغوی زموږ لپاره زعفران توليدول او مونږ به نورو هېوادونو ته صادرول."

تهمینه وايي د کاروبار ترڅنګ د طب پوهنځي محصله وه، چې د طالبانو له راتګ وروسته له زده‌کړې هم پاتې شوه. هغه اوس په پاکستان کې د زرګونو نورو افغان کډوالو په څېر له بې روزګارۍ، سخت ژوند او اقتصادي مشکلاتو شکایت کوي.

تهمینه وايي: "که دا حالت نه وای راغلی، نو په هېواد کې به زموږ راتلونکى ډېر ښه واى. خو د طالبانو له راتګ سره هر څه له منځه لاړل. مونږ مجبوره شوو چې خپل شرکت وتړو."

د تهمينې مور مينا شېرزاد په کابل کې د لېسې سرښونکې وه. هغې په ژړغوني غږ وویل چې هيڅ کله يې نه غوښتل له خپل هيواد څخه جلا شي.

هغې وویل: "د يو افغان لپاره ډيره سخته وي چې کله له هېواده وځي. کډوالۍ زما وېښته سپين کړل. دلته پاکستان افغانانو ته ژوند سخت کړى دى. کار نه لرو او له سخت فشار سره مخامخ یو."

د تهمينې پلار احمد شاه شیرزاد چې څلور لسيزې یې د افغانستان د پوهنې په برخه کې کار کړى، اوسنى وضعيت د افغانستان د راتلونکي لپاره "تورتم" بولي او وايي د لسیزو زحمت یې بې نتیجې شوی دی.

هغه وویل: "زمونږ نجونې په کورونو پورې محدودې شوې. هلکان مو بې برخلیکه شول. ما چې ۴۱ کاله د معارف په برخه کې کار وکړ، نن په کډوالۍ کې په دې خونې کې پروت يم. هيڅ کار، دنده نه لرم، ډير مايوسه يم او که د هېواد وضعیت داسې وي نو د افغانستان راتلونکى به توره تياره وي."

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تللو څخه منع کړې او د ښځو پر کار یې محدودیتونه ولګول. د بشري حقونو څارونکي وايي، د طالبانو د دغه بندیزونو له کبله زرګونو لوستو او کارپوه افغانانو هېواد پرې ایښی دی.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG