د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان به "یو کال وروسته اتمي ټکنالوژي " ترلاسه کړي


د سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې سعودي عربستان به راتلونکي یو کال پورې د خپلې لومړۍ اتمي کورې د جوړیدو چارې بشپړې او هسته یي انرژي څخه ګټه اخیستل پیل کړي.

د اتمي ټکنالوژۍ کارپوه، رابرټ کیلي اسوسشیټد پرس ته ویلي چې د ګوګل د سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې عربستان د هسته یي انرژۍ د تولید وړوکې بټۍ جوړې کړي او د دوي له وړوکوالي څخه ښکاري چې ښایي یواځې د څیړنو په موخه جوړې شوې وي.

رابرټ کیلي لومړی کس و چې دغه تاسیسات یې د ملک عبدالعزیز د علومو او ټکنالوژۍ په شهرک کې د ګوګل د سپوږمکۍ څخه په اخیستل شوو انځورونو کې ولیدل.

د هسته یي چارو ځینې کارپوهان بیا د سعودي عربستان دغه اقدام ته د شک په سترګه ګوري او ریاض د هسته یي انرژۍ د تکثیر د مخنیوي نړیوالو تړونونو په ماتولو تورنوي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت بیا د همدغو اتمي تاسیساتو انځورونه په یوې اعلامیې کې خپاره کړي. په دغې اعلامیې کې راغلي چې "د دغو تاسیساتو جوړول په بشپړ توګه سوله یيز دي اود ټولو نړیوالو قوانینو سره په همغږۍ کې یواځې د څیړنې په موخه جوړ شوي او دروازې یې د هر ډول نړیوالو مبصرینو او مفتشینو پر وړاندې خلاصې دي. "

د سپوږمکۍ څخه د سعودي عربستان د اټمي بټۍ اخیستل شوي انځورونه
د سپوږمکۍ څخه د سعودي عربستان د اټمي بټۍ اخیستل شوي انځورونه

د نړیوالو قوانینو په اساس باید ریاض د اتمي انرژۍ نړیوالو مفتشینو ته اجازه ورکړي چې دغه بټۍ ارزیابي کړي او د فعالیت جواز ورکړي که داسي ونکړي دغې بټۍ ته به د سونګ موادو راوړل به ورته ستونزمن وي.

ویل کیږي چې دغه هسته یي بټۍ چې د ارجنټاین یو دولتي شرکت له خوا جوړې شوي دي لس متره لوړې دي.

سعودي عربستان د خپلو انکشافي پروژو د پلي کولو لپاره تر کال ۲۰۳۰ پورې ۳.۲ ګیګاواټ انرژۍ ته اړتیا لري چې په دغه برخه کې د دغو نوېو هسته یي تاسیساتو جوړول یې لومړي ګامونه دي.

XS
SM
MD
LG