د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار اوسیدونکي: د تریاکو په کروندو کې کار کولو ډیر ځوانان معتاد کړي


ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دغه کلي د ځوانانو شمېر تر ۵۰ تنو اوړي چې د تریاکو د نېښ وهلو په کار بوخت دي.

د سیمي اوسیدونکي وايي چې د تریاکو له بوټو سره د پرلپسې تماس په پایله کې اوس د سیمې ډيری ځوانان په نشه يي توکو اخته شوي.

د سوزنیانو د کلي اوسیدونکی عبدالباري وايې چې د بې روزګارۍ په وجه د دوی د کلي ډیری ځوانان د ۲ میاشتو لپاره په پرلپسې ډول د تریاکو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي. دوي زیاتوي چې د دوو میاشتو لپاره د جنوب د بیلا بیلو ولایتونو هغو سیمو ته دغه ځوانان په نېښ پسې ځي چې د تریاکو کښتونه پکښې شوي وي.

ځايي اوسیدونکي زیاتوي چې د تریاکو له کښتونو سره په دوامداره توګه پاتې کیدل په تدریجي ډول په نشه یي توکو د ځوانانو د اخته کیدو اصلي سبب ګرځیدلی.

د سیمي اوسیدونکی امیر حمزه وايې چې که څه هم ډيری ځوانان په قصدي ډول نه غواړي چې په نشه اخته شي خو په لاس د تریاکو د حاصلاتو راټولیده او د تریاکو تنفس يې د اعتیاد سبب شي.

سره له دې چې ډیری ځوانان بې روزګاري د خپل ورځني ژوند لویه ستونزه ګني، خو روغتیايي مسئولین وايې چې د کار په نیټ د تریاکو په پټیو کې کار هغه څه دي چې هغوی له یوه مرګوني راتلونکي سره مخامخ کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG