د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د زابل د میزان ولسوالۍ ودانۍ په بمونو ړنګه شوه؟


زابل
زابل

د زابل امنیتي مقامات وايې چې د میزان ولسوالۍ مرکز يې د ټکیر سیمي ته انتقال کړی او د میزاني ولسوالۍ د مخکني مرکز ټول تاسیسات افغان ځواکونو په هوايي بریدنو کې ویجاړ کړي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال تائید کړه چې د ولایتي نظامي شورا د پریکړي له مخې د میزان ولسوالۍ مرکز د دوشنبې په مازدیگر له یوې سیمي څخه بلي ته لېږدول شوی او د زاړه مرکز تاسیسات د امنیتي قواوو له لورې په بشپړه توګه تخریب شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې وسله والو طالبانو ادعا کړې، تر یو کال محاصرې وروسته يې د میزان ولسوالۍ مرکز ولکه کړی دی. د سیمې د خلکو په وینا امنیتي مقاماتو ددې ولسوالۍ د پخواني مرکز تاسیسات څخه بمبارد کړي چې دښمن ترې استفاده ونکړي.

د ښاغلي سیال په وینا د ولسوالۍ مخکني مرکز اساسي تاسیسات نلرل او نوي مرکز ته د خلګو رسیدګي هم اسانه ده او د ډيرو سیمو لپاره مرکزي سیمه ده.

خو د زابل یو امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د میزان ولسوالۍ مخکني مرکز ته اکمالات ستونزمن شوي وو او د پرله پسې جګړو له کبله د ځايي خلګو غوښتنه وه چې د ولسوالۍ مرکز دي یوې بلي سیمي ته انتقال شي.

د میزان ولسوالي چې د کندهار له شاه ولیکوټ ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده، له پخوا څخه یې ډيري برخي د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندي وې.

د زابل یو ولسي مشر او د ولایتي شورا مخکني مرستيال حاجي هاشم ګراني امریکا غږ ته وويل چې د میزاني ولسوالۍ مخکنی مرکز له تېر یو کال راهیسې د درنو جګړو شاهد وو او په سیمه کې ولسي وګړي نه اوسیدل. د هغه پځه وینا د میزان ولسوالۍ د مرکز ټول اوسیدونکې کلات ښار ته ګډه شوي او د باغونو په ګډون يې ټول زراعت له منځه تللی دی.

د میزان ولسوالۍ نوی مرکز په ټکیر سیمه کې دی چې له مخکني موقعیت څخه پنځلس کیلو میتره فاصله لري او د زابل ولایت د مرکز کلات څخه ۳۵ کیلو میتره لرې پروت دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG