د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: زابل کې څاه ته لوېدلې ماشوم تر را ایستلو وروسته مړ شو


طالب چارواکي وایي، په زابل ولایت کې څاه ته لوېدلی ماشوم «حیدر» تر را ایستل کېدو وروسته مړ شو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن جمعه فبرورۍ ۱۸ (سلواغې ۲۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي سره له دې چې حیدر ماشوم له څاه څخه را ویستل شو، خو په خبره یې مړ شو.

نوموړي زیاته کړې:"د تازه راپورونو له مخې په زابل کې څاه ته غورځیدلی ماشوم حیدر، سره له دې چې له څاه څخه را وایستل شو، خو وفات شو."

پر همدې مهال د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شرافت ویاړ هم نن جمعه ویلي چې د ژغورنې ټېمونو نن سهار د «حیدر» په نوم څاه ته شوه شوي ماشوم جسد تر لاسه کړ.

هغه زیاته کړې: "له څو ورځو راپدېخوا په زابل ولایت کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و،نن مو د هغه جسد تر لاسه کړ،خو بدبختانه چې ژوند یې له لاسه ورکړی و."

د حیدر په نوم شاوخوا اووه کلن ماشوم درې ورځې مخکې د زابل ولایت په جلدک سیمه کې د برمې څاه ته لوېدلی و.

د تیرو دوو ورځو راپدېخوا په چټکۍ سره د هغه د ژغورلو عملیات پيل شوو. چې د مسؤلینو په وینا شاوخوا ۶۰ ساعته یې دوام وکړ.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزارت استازی انس حقاني او نور لوړپوړي طالب مشرانو د تیرې ورځې راپدېخوا د «حیدر» ماشوم د ژغورلو عملیات له نژدې څارل.

ټولو افغانانو و څاه د حیدر ماشوما پر لوېدو خواشیني څرګنده کړې وه او د هغه د ژغورلو لپاره یې دوعاوې کولې.

XS
SM
MD
LG