د خوست په امنيه قوماندانۍ کې د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مديريت د دفتر آمره ځلا ځاځۍ وايي که څه هم په خپل تقرر خوشاله ده خو یو شمیر کسان یې له ګمارلو سره مخالفت ښيي.
میرمن ځاځۍ له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دا چې اوس هم په ټولنه کې مردسالاري حاکمه ده نو له ګمارل کیدو سره یې مخالفتونه موجود دي.
خو دا وايي چې غواړي تر دې هم په لوړو مقامونو کې کار وکړي.
په دولتي ادارو کې د میرمنو د ونډې د زیاتیدو په اړه میرمن ځاځۍ وویل، په ټولنه کې د نارینه وو تر څنګ د میرمنو ونډه ډیره ضروري ده او پکار ده چې هغوی تشویق شي.
يو ويشت کلنې ځلا ځاځۍ دا هم ويلي، د ټولنيزو شبکو کاروونکو يې له اجازې پرته عکسونه خپاره کړي، چې د دې په وينا داسې يې نه بايد کړي وای.