د لاس رسي وړ اتصالات

محب له سعودي او خلیلزاد له چیني چارواکو سره پر افغان سوله غږېږي


د افغانستان د پخلاینې پروسې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازی زلمی خلیلزاد چین ته رسېدلی دی.

ښاغلي‌ خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د«مرغومې پر۲۴مه» پر خپل ټوېټر ویلي چې نن بېجینګ ته رسېدلی او له چیني چارواکو سره به پر افغان سولې وغږېږي.

نوموړي ویلي چې چین د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لري: "همدا اوس بیجنیګ ته راورسېدم، چیرته زه به له چیني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې ټینګېدو د هڅو په اړه خبرې وکړم، چین د افغانستان د سولې په بهیر کې یو مهم رول لري، او زه تمه لرم چې په دې کتنه به دا ولټوو چې څنګه په دې برخه کې په ګډه کار کولای شو."

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل څلورم سفر په ترڅ کې لومړی هند ته ولاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.

چین تل د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت یې پر بین الافغاني‌ خبرو ټینګار کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ایې تېره اونۍ په دغه هېواد د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د لیدنې پرمهال وویل چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرته ناشونې ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

پر همدې مهال افغانستان د ملي‌ امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ چین ته د خپل سفر تر پای ته رسېدو وروسته د سولې په تړاو د خبرو اترو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویلي چې ښاغلی محب به له سعودي چارواکو سره د تروریزم په وړاندې مبارزې او د افغان سولې په اړه خبرې غږېږي.

د ملي‌ شورا دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي‌ محب تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې له زلمي خلیلزاد او د اماراتو د ملي امنیت شورا له سلاکار الشيخ طحنون بن زايد آل نهيان سره هم پر افغان سولې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG