د لاس رسي وړ اتصالات

د والي معاون: طالبان د نیمروز د ولایت مقام ته داخل شوي


نیمروز پنځه ولسوالۍ او له ایران سره په سرحد کې دی
نیمروز پنځه ولسوالۍ او له ایران سره په سرحد کې دی

د افغانستان په لویدیځ کې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د سقوط په اړه ځینې راپورونه خپاره شوي دي.

د نیمروز د والي مرستیال حاجي نبي براهوي امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبانو د زرنج په ښار کې د «ولایت» مقام نیولی دی.

هغه وویل چې په ښار کې د ملي‌ امنیت قوماندانۍ یو ساعت له طالبانو سره مقاومت وکړ.

نوموړي د تیلیفون له لارې امریکا غږ سره خبرې کولې خو ویې نه ویل چې هغه په خپله اوس چېرې دی او افغان ځواکونه کومې سیمې ته تللي دي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې چارواکي له جګړې پرته له زرنج ښار څخه وتلي دي او طالبان راغلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویدیوګانو کې ښکاري چې وسله وال طالبان ادعا کوي چې د نیمروز ولایت د ولایت مقام ته دننه شوي او هلته لیدل کیږي.

د ښار د وضعیت په اړه لا پوره دقیق معلومات نه دي‌ ترلاسه شوي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو نظر واخلي، خو له پرلپسې تیلفوني تماسونو وروسته هم له چارواکو سره خبرې ونشوې.

که طالبانو زرنج نیولی وي، دا به لومړی ښار وي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې طالبان نیسي.

زرنج ته داسې مهال د طالبانو د ننوتلو خبرونه خپریږي چې چارواکي‌ وایي‌ په ورڅېرمه ولایت هرات کې د ښار د نیولو لپاره د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي.

په همدې حال کې افغان چارواکي وايي چې په شبرغان کې هم د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

XS
SM
MD
LG