د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود :د طالبانو په لیکو کې د سولې خبرو ته لیوالتیا شته


ښاغلی مسعود وایي چې د ملي یووالي د حکومت په منځ کې مخالفو وسلوالو سره د خبرو په برخه کې اختلاف نشته دی.
ښاغلی مسعود وایي چې د ملي یووالي د حکومت په منځ کې مخالفو وسلوالو سره د خبرو په برخه کې اختلاف نشته دی.

احمد ضیا مسعود وایي چې د هغو تمایلاتو له مخې چې د سولې د خبرو په برخه کې د حکومت د مخالفو وسلوالو په لیکو کې لیدل کیږي ، دی بله میاشت د مخالفو وسلوالو سره د سولې په خبرو کې د زیات پرمختګ تمه لري.

د ښه حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د نیالګیو د ایښودلو د بهیر د پرانستلو په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د ملي یووالي د حکومت په دننه کې مخالفینو سره د سولې د ټینګیدلو د پروګرام د پرمخ وړولو په برخه کې کومه ستونزه نشته او د ټولو ترمنځ په دې هکله یو عمومي تفاهم شته دی.

ښاغلي ضیا وویل " مونږ به انشاالله په نږدې کې د بدلونونو شاهدان اوسو او د طالبانو په لیکو کې هم خورا زیات تمایلات شته چې د خبرو میز ته راشي هیله لرم چې بله میاشت به مونږ د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونو شاهدان اوسو ".

د سولې په باب مخالف نظرونه

احمد ضیا مسعود د ملي یووالي په حکومت کې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسلوالو سره د سولې د خبرو په باب د نظر د اختلاف د نشتون په هکله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیره سه شنبه د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مارشال محمد قسیم فهیم د لومړي تلین یوې غونډې ته په وینا کې یوازې هغو د حکومت مخالفینو سره د سولې او روغې جوړې د امکاناتو یادونه وکړه چې د ښاغلي عبدالله په وینا تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ښاغلي عبدالله وویل ‪"که خبرو ته حاضر شي، هرکلی یې کوو، که خبرې یې وکړې، معقولیت ته یې تن ورکړ، له تاوتریخوالي یې لاس واخېست، دا د ټولو کور دی، نه غواړو چې هیڅوک دې تبعید وي، خو که څوک اوربلول د امتیاز وسیله ګرځوي، امتیاز نه ورکول کیږي".

د افغانستان د چارو څیړونکو د ښاغلي عبدالله د دغو تندو څرکندونو څخه داسې وانګیرله چې ګوندې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د خپلو مخالفو وسلوالو سره د سولې د خبرو ترسره کیدلو په برخه کې لا هم د نظر یووالي نشته دی.

د افغانستان دسیاسي چارو یو کارپوه آصف بکتاش امریکا غږ ته وویل چې دې دا ګڼي چې اوس هم د افغانستان په حکومت کې د وسلوالو مخالفانو سره د پخلاینې په برخه کې دوه نظره موجود دي.

ښاغلي بکتاش وویل " زما په عقیده مخکي له دې چي طالبانو سره مذاکرات پیل شي د ملي یووالي حکومت باید په خپلو کې اختلافات حل کړي او وروسته د اختلافاتو د حل څخه طالبانو سره مذاکراتو ته کښیني ".

آصف بکتاش وایي چې که حکومت دا کار و نه کړي نو د اختلافاتو شتون به د دې په ځای چې افغان حکومت ته ګټه ورسوي ورته به زیان ورسوي.

د طالبانو دریځ

په وروستیو اونیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په باب په پرله پسې توګه په افغانستان او پاکستان کې رسنۍ خبرونه خپروي خو تراوسه طالبانو په څرګنده افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره خپل چمتوالی نه دی ښودلی.

افغان حکومت د استازو سره د سولې د خبرو په باب طالبانو په یوه وروستۍ اعلامیه کې چې د تیرې اونۍ په سر کې خپره شوه ویلي چې د کومو عواملو له مخې چې طالبانو ټوپک ته لاس کړی وو هغه عوامل لا په ځای دي او افغانستان اوس هم لا د طالبانو په وینا د بهرنیو ځواکونو په اشغال کې دی.

XS
SM
MD
LG