د لاس رسي وړ اتصالات

د زیمبابوی ولسمشر موگابی استعفی نه کوي


د زمبابوی ولسمشر د یکشنبې په ورځ ملت ته په وینا کې وویل چې د هغه قدرت ته هیڅ ډول خطر راپیښ ندی.

د زمبابوی ولسمشر رابرټ موگابی هغه وخت خلک حیران کړل چې د یکشنبې په ورځ یې په ټلویژن وینا وکړه او د خپلې استعفی په هکله یې څه ونه ویل.

د دغې وینا نه یو څو ساعته مخکې د هغه خپل سیاسي گوند هغه د گوند نه لیری کړ او په زرگونو تنه مظاهره کونکو د هغه د کوره چارچاپیره مظاهره وکړه.

سرچینو رویټرز ته ویلی ول چې ولسمشر موگابی به د هغې نه وروسته د ولسمشرۍ نه استعفی کوي چې سیاسي گوند (زانو پی ایف) یې د گوند د مشرۍ نه لیری کړي.

موگابی ملت ته د وینا په وخت د څو تنو جنرالانو څنگ ته ناست و. هغه په وینا کې د خپل سیاسي گوند د اعتراضونو، د پوځ او د خلکو د نیوکو یادونه وکړه خو داسې یې څه و نه ویل چې هغه د ولسشمرۍ نه استعفی کوي.

هغه وویل چې د څلورو ورځو نه چې په زمبابوې کې پوځ کوم اقدامات کړیدي، د هغه حکومت ته ترې هیڅ خطر نشته.

د موگابی د سیاسي مخالفه گوند مشر مورگن هم سخت حیرانه شویدی. هغه رویټرز ته وویل "زه بیخې حیرانه یم، او یواځې زه نه ، بلکه ټول ملت هک پک دی. هغه ټول ولس پاتې راوسته."

درې نوي کلن رابرټ موگابی د ١٩٨٠ کال را پدیخوا د زمبابوې ولسمشر دی او اوس هم وایي چې قدرت ته یې خطر ندی پیښ.

XS
SM
MD
LG