د نورستان او کونړ وروسته د خوست ځنګلونو کې اور لګیدلی

په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د قلندر ولسوالۍ د غرونو سرونو په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد عثماني نن دوشنبه جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې دغه اورلګېدنه پرون سهار د قلندر ولسوالۍ د «داوۍ» سیمې د جلغوزیو په ځنګل کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي عثماني وویل: "د قلندر ولسوالۍ د داوۍ په سیمه کې اورلګېدلی دی، دغرونو په ډيره جګه ساحه کې دی. هغه ځای ته د اطفایې موټر نشي پورته کېدای، نه داسې وسایل شته د هغه اور په مړه کولو کې کوښښ وکړي، نو له دې امله بهرنیو مرسته ته زیاته اړتیا ده. ان شاءالله د افغانستان اسلامي امارت چارواکي په دې کار باندې اخته دي، که نتیجه یې ورکړه دغه اور به کابو شي."

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس د دغه اورلګېدنې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي چې څنګه رامنځته شوی دی او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې د اور ساحه څومره پراخه ده.

هغه وویل چې د دغه اور د مهار کولو په موخه د سیمې له خلکو څخه هم د مرستې غوښتنه شوې او ورته ویل شوي چې د اور پراخېدو مخنیوي لپاره د اور په شاوخوا کې ونې لنډې کړي.

هغه وویل چې د خوست ولایت د کرنې ریاست د ځنګلونو د برخې مسؤلین هم سیمې ته رسېدلي دي، خو وايي چې د اور د حرارت له امله څوک شل متره د اور ساحې ته نژدې کېدای نشي.

بلخوا یو شمېر خوستي ځوانان چې د دغه اور مهارولو لپاره سیمې ته تللي وايي چې اور یې مړ کړی، خو وايي چې د اور سکروټې لا پاتې دي چې د بیا لګېدو امکان یې شته.

خو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل چې تر دا مهاله په یادو ځنګلونو کې د رامنځته شوي اور لګېدنې د مهار کېدو اوازې د ډاډ وړ نه دي.

ښاغلي عثماني وویل: " تر اوسه پوري په ډاډ سره نشي ویلی چې اور دي په کامله طریقه کابو شوی وي. دا د ځنګله اورونه دي کېدایشي څه وخت وروسته بیا هم سکروټي تازه شي او بیا هم اورونه بل شي."

طالب چارواکو شاوخوا دوې اونۍ مخکې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند د لوی خوړ سیمې ځنګله کې د اورلګېدنې خبر ورکړی و.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله روحاني د (غبرګولې ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې درې ورځې مخکې د چپې درې ولسوالۍ په «دیګل» سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې وروسته د سیمې خلکو او طالبانو لخوا مهار شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کونړ ګاونډ نورستان ولایت په ځنګلونو کې هم اورلګېدنه شوې وه.

اور لومړی د نورستان ولایت د نورګلام ولسوالۍ په ځنګلونو کې پیل شو. طالبانو ویلي چې تر اوسه پدې اور کې څه باندې ۱۸۰ جریبه ځنګل سوځیدلی او لا هم ندی مړ شوی