د لاس رسي وړ اتصالات

'سږ کال به ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات ۷۸۳ ټنو ته ورسږي'


په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دې ولايت د جلغوزیو په سږني حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

د چارواکو په خبره، په ۱۳۹۹ کال کې د ننګرهار د جلغوزیو تولید ۶۲۷ ټنه وه، خو سږ کال به د ننګرهار د ځنغوزيو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د چارواکو په وینا د اټکل له مخې به سږ کال د ننګرهار د جلغوزیو له ونو څه باندې ۷۸۳ ټنه حاصل تر لاسه شي.

د یاد ریاست د معلوماتو په اساس د جلغوزیو د غوټو شکولو ۲۲۰ قیچې ګانې وېشل، د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول، د راشکولو پر وخت د فني کسانو ګمارنه، د ځنګل دپرېکېدو مخنیوی او په غرنیزو سيمو کې د امنیت شتون د ځنغوزيو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

د ننګرهار په اتو لسواليو حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، هسکه مېنه، کوټ، اچین او سپین غر کې څه باندې ۱۱۶۰۹ هکټاره د جلغوزیو طبیعي ځنګلونه شتون لري چې د سیمې په ښکلا، د خلکو اقتصادي ژوند، هوا او د اقلیم په بدلون کي مثبت رول لري او دغه راز سلګونو بېوزله مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

نګرهار د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې زیاته اندازه د غوزانو، جلغوزیو او نور مېوه لرونکي اوغیر مېوه لرونکې طبیعي ځنګلونه لري چې له دې ډلې ۱۸ سلنه یې د جلغوزیو په ونو پوښل شوي دي.

جلغوزي په افغانستان کې له مشهورو وچو مېوو څخه ده چې د هند، پاکستان ترڅنګ ګڼو نورو هیوادونو ته صادریږي او ښه بازار لري.

XS
SM
MD
LG